شعر

غزل / فاروق ديدار

د درد شـــــــــدت او ډیر غمونه نیمه شپه لیونۍ
ما لیـــــــــونی کړې ستا غمونه نیمه شپه لیونۍ

دا خو ســـــــــور کفر دې ددومره انتظار باوجود
چې مــــــخ ته نیسې دې لاسونه نیمه شپه لیونۍ

بیا مــــــــې په چــغو چغو زړه کیږي چې وژاړمه
بیا مــــــې راخــستې تصویرونه نیمه شپه لیونۍ

نالوســـــــــتې نه یمه موده وشوله ستا د سترګو
ګـــــــــوره زه لــــولم کتابونه نیمه شپه لیونۍ

یواځې ستا دیــــدار دې زړه خوری د ډیوې رڼا ته
خــــــلک خو نـــور کوي خوبونه نیمه شپه لیونۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button