ټولنهسلايډ

د ناموس بيه / صفيه حليم

د پېښور د ۱۹۲۰ م د سپرلي هغه شپه يخه او د صدر “ګورا بازار” هټۍ تړلې وې. د بازار شا ته په يوه ليکه د پوځي افسرانو کورونو کې يوه بنګله د (تورن) کيپټن وينګ فيلډ وه چې په هغه شپه له کوره بهر و. د هغه ميرمنې او اولادونو يو بل ته شپه پخير ووئيل. د وينګفيلډ ۲۱ کلنې لور سره په کوټه کې ۱۳ کلن ورور ميلکوم او د ۱۱ کالو وړه خور ويده وو.
د انګريزانو بنګلې د يو پوړ ودانۍ وې چې منځ برخه کې د خوب کوټې، ورسره غسل خانې، د ناستي خونې، او پخلنځی و. چاپېره به ترې برنډه او بيا باغ راتاو و. کلا يا لوی ديوال يې نه لرل او که ونې شنې نه وې نو له سړک به دننه برنډه ښکارېده. په هر کور کې د شپږ نه واخلې تر لسو پورې ملازمان چې څوکيدار، خانه سامان، پاکوونکي، د ماشومانو خدمتګارې(آيا) او دغسې موټر چلوونکي يا بېره به وو.
د مارچ په ۲۵ نيمه شپه اته اپريدي د وينګفيلډ بنګلې ته وردننه شول. په برنډې کې څوکيدار او يو بل کس ناست وو چې دې کسانو وګواښول. يو کس د کړکۍ شيشه ماته کړه، لاس يې وردننه کړو او د اوسپنې کنډه يې پرانسته. دننه په لويه کوټه کې درې ملازمان د غږ سره راويښ شول او دوی ته هم د خاموشه پاتې کيدو وويل شول. د هغو کسانو سره وسله وه او دوه د ملازمانو څارنې ته ودريدل. د دوی دوه ملګري يوې کوټې ته ورننوتل چې ميرمن وينګفيلډ پکې ويده وه. يو کس هغه ميرمنه له کټ راښکله او د کور نه بهر يې بوتله. دې ميرمنې وروسته پخپل بيان کې وويل چې دا خو بوړې او په ويره وه نو ځکه يې چيغه ونکړه.
دوه نور کسان د خوب بلې کوټې ته ورغلل چې پکې د وينګفيلډ پيغله لور او دوه زامن ويده وو. يو کس د وينفيلډ مشر زوی ميلکوم د کټ نه راښکلو او بل وړې جينۍ ته لاس واچوو خو هغې د مور کوټې ته منډه کړه، پښه يې په پردې کې ونښته او راپريوته. يو بل کس ځوانه جينۍ ونيوله او يوې خوا ته يې راښکله خو هغه هم وغورځېده او زخمي شوه. يو خدمتګار چې د کور شا ته و، د باغ نه بهر منډې کړې. د کور مخې ته راغلو او پوليس يې خبر کړو چې هغه وخت د فرانټير هاي سکول برنډې کې ولاړ وو. هغه پوليس په منډه راغلل او ډزې يې پېل کړې.
په هغه شيبه د کوټوالۍ خوا ته دوو سپايانو يو سړی وليدو خو ګومان يې وکړو چې ممکن د کور سره نږدې جوړ ولسي ټټۍ نه به راوتلې وي. هغه سړي د سړک رڼا په يوې تيږې وويشتله او د هغې شيشه يې ماته کړه. په دې کار د کوټوالۍ پوليسو هم ډزې پېل کړې.
داسې ښکاري چې د ډزو په غږ تښتوونکي هيښ شول، هلک يې پرېښودو او ميرمنه يې له کوره وويستله. د وينګفيلډ ټول ماشومان يو ځای پټ شول او ځانونه یې غلي ونيولو. په دې ټوله پېښه درې یا څلور مينټه تير شول. د پوليسو دوه غړي چې لومړۍ ډزې يې کړې وې، کور ته ورغلل نو خبر شول چې ميرمن وينګفيلذ تښتول شوې وه.
پوليسو په هغه شپه يو کس ونيولو چې د سړک رڼا يې په کاڼي ويشتلې او ماته کړې وه او د خپل جرم يې اقرار وکړو.
په هغه شپه نوتهيه کلي يوه لويه غدۍ راغله چې درې کسان ترې پوليسو ونيول شول خو هغوی د ميرمن وينګفيلډ د تښتونې سره هيڅ تړاو نه لرلو. ټولو پوليس تاڼو ته خبر ورکړل شو او د هغې ميرمنې د راخوشې کولو لپاره د ۲۰۰۰ روپو انعام اعلان شو.
دوه ورځې وروسته ميرمن وينګفيلډ راخوشې کړل شوه خو څرګنده نه ده چې دا کار مليشيا ترسره کړو او که پوليسو؟ خو د پوليسو په فايل کې د پيښور کمشنر ته د کيپټن وينګفيلډ يو تفصيلي ليک ښايي چې هغه د دواړو ځواکونو نه شکايت کړی دی. وينګفيلډ پخپل بيان کې وايي چې هغه خپله مشره لور په مړي حساب کړه. د هغه ښځه يبله پښې علاقه غير ته يوړل شوه چې دوه شپې يرغمل وه. کله چې راخوشې شوه نو په روغتون کې يې داخله ګړه.
هغه په ايف – سي (مليشيا) هم تور ولګوو چې د انګريزانو ساتونکي په کچه ګړۍ کې ناست وو خو هيڅ يې ونکړل. د فرانټير فورس مشر هغه وخت صوبه دار مقدر خان و او د هغه له خلې وايي چې دوی د پوليسو مرسته ونکړه ځکه دا يې خپل کار نه ګڼلو. بل خوا د پوليسو چلند هم سم نه و، خو وضاحت يې نه دی کړی چې له هغوی يې څه غوښتل؟ وينګفيلډ په دې ناراضه ښکاري چې د چاوڼۍ له منځ نه د ده ميرمنه وتښتول شوه او د دې پړه په هغو دواړو امنيتي ځواکونو اچوي چې انګريزانو د خپل حفاظت لپاره روزلي وو. په ناويشلي هند کې داسې ډېرې پيښې به چارواکو پټې کړې چې انګلستان کې د دوی نا اهليت څرګند کړو. خو په دې پېښې کې تر ټولو په زړه پورې د وينګفيلډ له خوا د خپل حکومت نه د تاوان غوښتنه ده.
هغه پخپل بيان کې وليکل چې حکومت بايد د انګريز ناموس په ځای کړي او جرمانه دې ورته ورکړي. هغه يو لک روپۍ د تاوان دعوه وکړه او د پېسو حساب يې داسې کړی دی.
۸۰ زره د خپلې ميرمنې، ۱۰ زره د لور، ۵ زره د زوی او ۵ زره د وړې لور.
سرچينه
د پېښور ارکايوز فايل نمبر ۱۰۳-۱۹۲۰- ۱۴۲ \۶
د آپريديانو له خوا د ميرمن وينګ فيلډ تښتونه- د ۲۳ او ۲۴ مارچ په شپه ۱۹۲۰م
صفيه حليم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button