د افغانستان ختيځ ولايت ننگرهار کې د الفلاح د لوړو زدهکړو موسسې وړمه ورځ زر تنه محصلين فارغ کړل. دغه پوهنتون تېره سه شنبه پر فارغ شويو محصلينو فراغت پاڼې وويشلې.
د محصلينو فراغت غونډې ته د پوهنتون رييس ښاغلي ډاکټر معشوق وويل، په ۲۰۱۱ز کې تاسيس شوې دې موسسې دا دويمه دوره محصلين فارغ کړل، چې زر تنه کېږي. د پوهنتون دغه زر تنه محصلين د حقوقو، اقتصاد، ژورنالېزم، شريعت او انجينرۍ له پوهنځيو فارغ شول.
د پوهنتون يوه مسوول ځلاند ته استولي پيغام کې ويلي، چې د پوهنتون استاذان ماسټران او دکتوران دي او له خپلو محصلينو سره په تعليمی ميدان کې خورا کوښښ کوي.
فراغت غونډه کې د ننگرهار او ميدان وردگ واليانو او نورو چارواکو هم گډون کړی و. د ننگرهار والي سليم خان کندوزي د خپلو خبرو پر مهال د محصلينو پر فراغت خوښي وښوده او د لوړ تدريسي معيار له امله يې د پوهنتون ستاینه وکړه.
د پوهنتون يو شمېر محصلينو وويل: «خوښ يو د الفلاح په څېر پوهنتون لرو، چې ډېر بې وزله هيوادوال په کې خپلې لوړې زدهکړې پر مخ وړي».
ياده دې وي، چې الفلاح پوهنتون د ترکيې هيواد په مرسته جوړ شوی دی او اوسمهال په کې پينځو پوهنځيو کې هيوادوال په زدهکړو بوخت دي.