د نورستان چارواکو د طالبانو له لوري د دې ولايت د دوآب ولسوالۍ د محاصره کولو خبر ورکړی دی.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبد القيوم رسنيو سره خبرو کې ويلي، له تېرې ورځې راهيسې دوآب ولسوالۍ د مخالفو وسله والو تر کلابندۍ لاندې ده.
نوموړی زياتوي، طالبانو پرون د دوآب پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ او پوسته يې ونيوله. د پوستې پينځه تنه امنيتي سرتېري هم طالبانو ژوندي نيولي دي. د نوموړي په وينا له همغه وخته ولسوالۍ د طالبانو په محاصره کې ده.
د نورستان والي پر دولت غږ کړی، چې بېړنۍ نظامي مرسته يې وکړي او ولسوالۍ له سقوطه وژغوري.
وسله والو طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دوآب کې يې يوه پوسته او گڼ شمېر امنيتي سرتېري نيولي دي.
د نورستان خلک له دولته له دې امله گيله من دي، چې د ولايت د لرې موقعيت له امله ورته پاملرنه نه کوي.