سلايډ

اماراتي چارواکی: موږ له يهودو سره دوښمنان نه، د تره زامن يو

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ایالت د پوليسو مرستيال ضاحي خلفان ويلي دي چې موږ بايد له اسراييلي يهودانو سره دوښمني ونه کړو، بلکې د تره زامن يو چې پر ځمکه مو سره لانجه ده.

Untitled

خلفان دغه څرګندونې پرون سهار د خپل ټوېټر پاڼې له لارې کړې وې چې په عربي نړۍ کې يې بحثونه راپورته کړي دي. خلفان په خپلو پوېټر خپرونو کې زياته کړې چې عربان بايد له اسراييلو سره دوښمني ونه کړي. هغه زياته کړې چې فلسطينيان بايد د ځان ته دولت جوړولو خلک ونه بلي، بلکې په يوه اسراييلي دولت کې ځان ځای کړي.

دغه اماراتي چارواکي دغه راز اسراييلي-فلسطيني شخړه ډېره سرسري او ساده ترسيم کړې او ويلي يې دي چې موږ او اسراييليان داسې يو لکه د تره زامن چې د ځمکې پر سر شخړه لري او په موږ کې د هغه چا په خوا پرېکړه کېږي چې دليل ورسره وي.

بلې خوا هغه وايي چې بايد له اسراييلو سره پر ځمکې شخړه هم ونه شي او يوازې يو يهودي اسراييلي دولت پاتې شي، ځکه، د ده له نظره، که چېرته فلسطيني دولت جوړ شي، يو ناکام دولت به وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button