د بلخ سرپرست والي، عطامحمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې د ملي يووالي پر حکومت نیوکې کړې دي. نور، چې دمګړۍ د بلخ سرپرست والي هم دی، د ملي يووالي حکومت «نامشروع» بولي. نور له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «اوسنی حکومت قانوني نه دی او مشروعیت یې له سیاسي هوکړې څخه ترلاسه کړی». عطامحمد نور د ټاکنو د پایلو اعلان د نظام او خلکو لپاره «سپکاوی» بولي.
د بلخ سرپرست او د اسلامي جمعیت ګوند اجراییه رييس د سولې بهیر ناکام بولي: «له بده مرغه دا یو واقعیت دی چې د سولې بهیر کومې پایلې ته نه رسېږي. د جګړې محور به په اوړي کې په شمال کې تر پخوا خونړی وي». نور زیاتوي: «زه ډاډه یم که د سولې بهیر رښتینی هم وي، پایلې ته نه رسېږي او جګړه نه سړېږي».
عطامحمد نور چې د ملي يووالي حکومت د وزارتونو په وېش کې د ښوونې وزارت وررسېدلی وايي، له بده مرغه هېڅ وزارت بشپړ واک نه لري او که لږ هم په خلاص لاس فعالیت وکړي، سپکاوی ورته کېږي.
نور زیاتوي: «د معارف وزارت اوسنی مشرتابه تر اوسه هېڅ پاموړ کار نه دی کړی». نور لا هم فاروق وردګ د ښوونې وزارت واکمن وزیر بولي: «زه تر اوسه هم په معارف کې واکمن وزیر فاروق وردګ بولم. تر اوسه هم د هغه ټیم په وزارت کې پاتې دی».