سيمه او نړۍ

حزب الله ډلې اسراييلو ته ډاډ ورکړی

د لبنان حزب الله شيعه وسله والې ډلې مشر حسن نصر الله اسراييلو ته په پټه اړيکې کې ډاډ ورکړی، چې د دوی ولکې لاندې د سويلي لبنان اسراييلو سره لگېدلې پولې د ټولې نړۍ په پرتله خوندي سيمه ده .

دا خبرې له لندنه خپرېدونکې الشرق الاوسط ورځپاڼې د خپلو باوري سرچينو له قوله ليکلي دي.

د الشرق الاوسط له قوله د ۲۰۱۳م په مې کې د سوريې بهرنيو چارو مرستيال وزير فيصل مقداد خپل روسي سيال ميخاييل بوگدانوف سره په خپلو خبرو کې د حزب الله له لوري اسراييلو ته ډاډ ورکړ، چې د دغې ډلې له دښمنۍ او ګواښ څخه ډاډمن و اوسي.

ميخاييل بوگډانوف په خپلو څرگندونو کې ويلي: «حسن نصر الله موږ ته ويلي، چې تاسې کولای شئ، چې اسراييلو ته ډاډ ورکړی، چې د لبنان سويلي سرحدي سيمې د ټولې نړۍ په پرتله خوندي سيمه ده او زموږ ټوله هڅه او توجه د سوريې خوا ته ده، چې هلته څه په کار دي او څه بايد وکړو ، ښاغلی نصر الله موږ ته ډاډ راکړی، چې اسراييلو سره د تاوتريخوالي هېڅ هوډ نه لرو او  ما ته يې ويلي، چې د دوی پيغام دغه اسراييلو ته ورسوم.»

د روسيې بهرنيو چارو وزارت کې د منځني ختيځ او افريقا د اړيکو مسوول سرګي ويرشينين د سوريې بهرنيو چارو مرستيال وزير ته ويلي، چې دی به د خپل سفر پر مهال اسراييلي چارواکو سره وگورم «ايا تاسې غواړئ، چې ستاسې پيغام اسراييلو ته ورسوم.»

حسن نصرالله ايران پلوې شيعه وسله واله ډله ده، چې لبنان کې د اسراييلو پر خلاف د جګړې لپاره جنګيالي روزلي، مګر له تېرو پنځو کالو د دغې ډلې وسله وال سوريه کې د سني جهادي ډلو پر خلاف جګړې کوي.

غربي رسنۍ وايي، چې ايران او حزب الله د دغو جګړو لپاره له ايران، افغانستان او پاکستان څخه شيعه وسله وال سوريې ته د مياشتې په پنځه سوه ډالرو د جګړو لپاره لېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button