افغانستان

مزار کې د عطا محمد نور او دوستم پلويانو د يو بل پر ضد لاريونونه پيل کړي

مزار شريف د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم سلگونو پلويانو د يو بل پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.

دغه لاريونونه وروسته له هغې پيل شول، چې وړمه ورځ د نوروز مېلې پر مهال مزار شريف کې د بلخ سرپرست والي پلويانو د جنرال دوستم انځورونه وشلول.

د نور پلويانو له لوري د دغه گام اخيستو د جنرال دوستم د پلويانو غبرگونونه راپارولي او گواښ يې کړی، چې د دې کار عاملينو سرکشي نه شي زغملی.

د بلخ سرپرست والي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې جنرال دوستم انځورونه ځينو اوباشانو ښکته کړي او دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د يو څو انځورونو د ښکته کولو په غبرگون کې د مزار شريف امنيت گډوډ کړي.

له همدې پېښو وروسته نن سهار راهيسې سلگونو کسانو د عطا نور په ملاتړ لاريون پيل کړی، د بلخ سرپرست والي انځورونه يې پورته کړي او  د نوموړي په ملاتړ شعارونه ورکوي.

پل پلو د جنرال دوستم پلويانو هم د نوموړي د انځورونو شکلونو په خلاف لاريون پيل کړی دی.

د جنرال دوستم سلگونو پلويانو ځانونو سره د ولسمشر غني، پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود، استاد رباني او جنرال دوستم انځورونه راخيستي وو.

د دوستم په پلوۍ د مظاهرې مشر کامگار ترکستانی وايي، چې دغه سوله ييز لاريون يې د خپل مشر د انځورونو شکولو په غبرگون کې راويستی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی د مشر سپکاوی وکړي.

د بلخ امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې دواړو ډلو ته يې د سوله ييزو لاريونونو اجازه ورکړي، مگر هېڅوک نه شي کولای، چې له قانونه سرغړونه وکړي او تاوتريخوالي ته لاس واچوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button