ټکنالوجيسلايډ

څنګه به پوهېږو چې ګوګل مو په اړه څه معلومات لري؟

په دې به ښايي هر څوک پوهېږي چې انټرنټي ټکنالوژي زموږ هره شېبه او هر کار څاري او ثبتوي يې. زموږ سمارټ فونونه پوهېږي چې چېرته يو، او کومو ځايونو ته تللي يو. ګوګل مېپ هره شېبه زموږ ځای معلومولای شي.

خو که څوک غواړي چې مبهم واوسېږي، او اندېښنه ورسره وي چې ګوګل يې په اړه څه معلومات لري، څه خوښوي، کومو ځايونو ته تللی… دلته دغه شته معلومات ترلاسه کولای او له منځه وړلای شئ. لاندېني پروسه تعقيب کړئ:

  1. google.com/history ته ورشئ
  2. د خپل ګوګل اکاونټ ته داخل شئ

ګوګل يوازې هغه پلټنې خوندي کوي چې خپل نامحرم اکاونټ کې مو ترسره کړې وي. دا ستاسې د پلټنې ټول تاريخ نه لري، خو بيا هم کولای شي ستاسې د ذوق پاڼې درپه ګوته کړي.

  1. خوا ته د “last week” پر ځای “all time” غوره کړئ.
  2. د “last month” او “last year” په خوښولو د پلټنې تازه تاريخ ترلاسه کړئ
  3. خپل ثبت شوي مواد له منځه يوسئ

دغه ځای کې کولای شئ د محدود وخت يا د ټول وخت ثبت شوی تاريخ ختم کړئ

  1. که ستاسې د ګوګل مېپ آپشن انتخاب شوی وي، ګوګل ستاسې ټول هغه ځايونه ثبتوي چې تاسې ورغلئ ياستئ.
  2. ګوګل مو عمر معلوموي

د اکټيويټي کنټرول برخه کې ګوګل ستاسې د عمر يوه اټکلي اندازه ښيي، جنس مو معلوموي او درته وايي چې له څه سره مينه لرئ. که تاسې له ځينو معلوماتو سره موافق نه ياستئ، لا يې دقيق کولای شئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button