ولسمشر غني د نوي کال د پيل مراسمو کې خپلو خبرو کې څرگنده کړه، چې سږکال به د تېرو سلو کلونو په اندازه برېښنا توليد کړي.
هغه په ۱۳۹۵ کې بېلا بېلو ولايتونو کې د بندونو جوړولو او د برېښنا د توليد ژمنه وکړه: «سږ کال به دومره برېښنا توليد کړو، چې تېرو سلو کلونو کې افغانستان کې دومره برېښنا نه ده توليد، ۱۳۹۵ کې به بېلا بېلو ولايتونو کې د اوبو بندونه او د انرژۍ د توليد پروژې پلې کړي».
ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان اوسنۍ برېښنا نږدې ټوله له نورو ملکونو را واردېږي، او ډېری وختونه له ستونزو سره مخ وي. څه موده مخکې د بغلان ډنډغوري کې د برېښنا د يوې ستنې لوېدو له امله په اوونيو د پلازمېنې کابل برېښنا پرې وه.
بل لور ته د افغانستان اوسېدونکي او آن د ولسمشر غني ډېر پلويان په دې نظر دي، چې ولسمشر د ټاکنيز کمپاين پر مهال د کړيو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی، چې دې کار پر حکومت د خلکو باور ډېر کم کړی دی. له اداري فساد سره مبارزه، خلکو ته کار پيدا کول او د هيواد په اقتصاد کې بدلون د ولسمشر له ژمنو څخه وې.