پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپريس ټريبيون خبر ورکړی، چې پاکستاني چارواکو د ملي يووالي حکومت مشرانو نه غوښتي، څو طالبانو سره قطر کې ليده کاته وکړي. دغې ورځپاڼې د افغانستان د سولې بهير ته نږدې يوې سرچينې له خولې دا خبره کړې ده.
ورځپاڼې زياته کړې ده، پاکستاني چارواکي د سولې د روانې پروسې په اړه نور بې ميلانه شوي دي. ورځپاڼې سولې ته د پاکستان نه ميلان وروسته له هغه بللی، چې ويې نه شول کولای طالبان د خبرو مېز ته راولي.
پاکستان پخوا ژمنه کړې وه، چې پلازمېنه اسلام اباد کې به طالب مشران د ملي يووالي حکومت له استازو سره خبرو ته کښېنوي، خو طالبانو له دې کاره انکار وکړ.
له همدې امله پرون پاکستاني ورځپاڼو ليکلي وو، چې طالبانو د سولې په اړه د پاکستان غوښتنې رد کړې دي او پر خپلو شرطونو يې ټينگار ښودلی.
د اکسپريس ټريبيون تازه راپور وايي، پاکستان د افغانستان له حکومته غوښتي، چې طالبانو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې ليده کاته وکړي. د ملي يووالي حکومت په پيل کې قطر کې د طالبانو دفتر په رسميت نه پېژاند، خو د سولې له څلورمې ناسته وروسته د بهرنيو چارو سياسي معين حکمت خليل کرزي په ډاگه کړه، چې طالبان کولای شي، له دې دفتره خپل دريځ څرگند کړي.