افغانستانسلايډ

پاکستان د افغان کډوالو موده غځوي

په پاکستان کې مېشتو ثبت شویو افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده دوه کاله نور تمدیدیږي.

ایکسپریس نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې د پاکستان حکومت د مهاجرینو په خپله خوښه بېرته ستنیدو کې ناکام شوی او له همدې کبله د مهاجرینو دوه نورو کلونو پاتې کېدو لپاره يې طرحه د وزیرانو شورا ته لېږلې.

په پاکستان کې د مېشتو راجستر افغانانو د پاتې کېدو قانوني نېټه د روان کال د دسمبر ۳۱مه ټاکل شوې وه.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې له پاکستان څخه ۳۹ لکه افغانان چې له منځه یې ۶۰ زره افغان مهاجرین سږ کال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

ایکسپریس نیوز د خپلې سرچېنې له قوله وايي چې په پاکستان کې ۱۵لکه راجستر افغانان اوسیږي او د دوی د وتلو وروستی ضرب الاجل د روان کال دسمبر ۳۱مه ټاکل شوې وه خو په ټاکلې موده مهاجرین بېرته ستانه نشول.

د سرچېنې له قوله افغان حکومت، ملګرو ملتونو او د پاکستان د سرحداتو وزارت درې ګونې کمیسیون په پاکستان کې د مېشتو راجستر افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره نوی پلان تیار کړ چې له مخې یې د پاکستان سرحداتو وزارت د څلورو ایالتونو د چارواکو سره له مشورې وروسته د افغان مهاجرینو دوه کاله نور پاتې کېدو حتمي پلان منظوریدلو لپاره د وزیرانو شورا ته دغه طرحه ولېږله.

سرچېنې لیکلي چې د وزیرانو شورا به په اینده ناسته کې دغه پلان منظور کړي او افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده به د دوه کلونو لپاره نوره رسما تمدید شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button