شعر

غزل / اجمل ښکلى

30 mins ·

اوس هم هېڅ شى بدل شوى نه دى دوسته
اوس هم ځمکه د غويانو په ښکر ګرځي
………………………………………
ستا نظر مې د خپل زړه پر وليو واخىست
اوس زه نه ګرځمه، ما باندې غر ګرځي
……………………………………….
چې ماښام شي، خيال مې ستا وهمونه واخلي
په دې دښته کې لېوان دي، نهر ګرځي
……………………………………….
بې رخۍ مې دې زړه داسې درنه موړ کړ
چې ساړه شي، نو له ځمکې نه لمر ګرځي
……………………………………….
هه سړي سره پېريان دي پيدا شوي
هه سړى له اضطرابه اکثر ګرځي
……………………………………….
دا هم ښه ده، چې ته رکه روغه ګرځې
دا هم ښه ده، چې په ما باندې سر ګرځي
……………………………………….
اجمل دومره ويرېدلى دى له ځانه
په باران کې هم له کوره بهر ګرځي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button