څيړنه
څېړنې: کورنۍ دنده ماشومانو ته تاوان لري
د امريکا د ديوک پوهنتون له لورې د پراخو څېړنو پايلې ښکاره کوي چې په ښوونځي کې ماشومانو ته ورکړل شوې دندې نه دا چې ګټه نه لري، بلکې تاوان لري او وخت ضايع کوي.
د دغې څېړنې له مخې پروفيسر هاريس کوپر وايي چې دوی داسې دلايل نه دي ترلاسه کړي چې ګوندې کورنۍ دنده دې ماشومانو ته ګټوره وي. که څه هم دغه ډول پايلې به ځينو ته هيښنده وي او ډېری به ورسره مخالف هم وي، ځکه له کورنۍ دندې پرته پرمختګ هم ستونزمن دي. خو څېړنې دغه نظر نه تاييدوي.
په ۱۹۸۹م کال کې يوسل او شل څېړنې او په ۲۰۱۶م کاب کې شپېته نورې څېړنې ښکاره کوي چې ماشومان په ښوونځي کې د درس پر مهال ښه زده کړه کوي او کورنۍ دنده هسې وخت ضايع کوي.
څېړنه زياتوي چې د متوسطې زده کوونکو ته کورنۍ دندې بيخي کمه ګټه لري، خو د ثانويې زده کوونکو ته يې نسبتا ګټه ډېره ده.