افغانستانسلايډ

پاکستانۍ ورځپاڼه: طالبانو د سولې په تړاو د پاکستان ګواښونه ته غاړه کېنښوده

تېرو څوو اوونيو کې د پاکستان له لورې پر طالبانو د سولې خبرو ته د کېناستو له پاره فشارونه په ګواښونو بدل شوي دي، خو پاکستانۍ انګليسي ورځپاڼه، اکسپرېس ټرېبيون په خپل يوه تازه خپاره شوي راپور کې کاږي چې طالبانو دغو ګواښونو ته غاړه کېنښوده او پاکستان ته يې پرېکنده ځواب ورکړی.

سرچينه زياتوي چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له لورې په يوه پټه ناسته کې د طالبانو پر چارواکو فشارونه راوستل شوي وو چې د سولې خبرو ته کېني. د سرچينې له قوله، پاکستان طالبان ګواښلي وو چې که د سولې خبرو ته کېنني، دوی به خپل هېواد ته ولېږي. خو د ورځپاڼې له قوله طالبانو دغه ګواښونه رد کړي او د سولې خبرو ته د ناستې اراده نه لري.

په اسلام آباد کې يوه پاکستاني چارواکي ورځپاڼې ته ويلي دي چې د طالبانو وروستی موقف د جګړې په ميدان کې د دوی له بریا سره تړاو لري. هغه زياته کړې چې طالبان اوسمهال په افغانستان کې د پخوا په څېر نه دي، دوی اوس پاکستان په په هغه اندازه اړتيا نه لري او همدا په معادله کې د بدلون لامل دی.

دغه راز په واشنګټن کې د وډرو ولسن انسټيټيوټ غړی، مايکل کاګلمن وايي چې پر طالبانو د پاکستان د فشار ټکی –په دغه هېواد کې د طالبانو خوندي ځايونه- د له منځه تلو په حال کې دی.

Related Articles

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button