څيړنهسلايډ

د نړۍ ډېر لوستي ملتونه کوم دي؟!

په نوې برطانيه کې د مرکزي کنکتيکوت پوهنتون د جان ملر په مشرۍ يوه داسې څېړنه کړې چې د نړۍ ډېر لوستي ملتونه په کې معلوم کړي. دوی په دغو کې لس په ګوته کړي دي.

له دغې پوښتنې سره د انسان په ذهن کې د خپل هېواد حيثيت، يا د ګاونډيو او نورو اسلامي هېوادونو موقعيت پوښتنه رامنځ ته کېږي، خو دا يو هم په ډېرو لوستو هېوادونو کې نه دي راغلي، بلکې د اروپا فنلنډ هېواد د دغه لېست په سر کې شامل دی.

په دغه څېړنه کې له «لوستي» څخه موخه دا نه ده چې څوک ډېر ليک او لوست کولای شي، بلکې د لوستي تعامل ځانګړنو ته کتل شوي دي. په دې کې د کتابتونو شمېر، ورځپاڼې، ښوونځي او په هېواد کې د کمپيوټر شتون شامل دي.

د يادې څېړنې ټول هغه لېستونه دلته خپروو، چې پورته ذکر شوې ادارې پرې څېړنه کړې:

د نړۍ لس ډېر لوستي ملتونه:

  1. فنلنډ
  2. ناروې
  3. ايسنلډ
  4. ډنمارک
  5. سويډڼ
  6. سويزرلنډ
  7. امريکا
  8. جرمني
  9. ليتوانيا
  10. نیدرلنډ

پنځه هغه چې پر تعليم ډېره پانګونه کوي:

  1. برازيل
  2. اسراييل
  3. مکسيکو
  4. بلجيم
  5. ارجنټاين

پنځه هغه چې د امتحان لوړې نومرې لري:

  1. سنګاپور
  2. فنلنډ
  3. جنوبي کوريا
  4. جاپان
  5. چين

د کتابتونو له مخې پنځه لومړي:

  1. ایستونيا
  2. ليتوانيا
  3. ناروې
  4. ايسلنډ
  5. پولنډ

د ورځپاڼو له مخې پنځه لومړي:

  1. فنلنډ
  2. ناروې
  3. جرمني
  4. سويزرلنډ
  5. چک جمهوريت

په کورونو کې د کمپيوټر لرلو پنځه لومړي:

  1. نيدرلنډ
  2. ايسلنډ
  3. ډنمارک
  4. لوکزمبورک
  5. ناروې

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button