د افريقا اييوري کوسټ هېواد کې پر سيلاني مرکز بريد کې ۱۶ کسان وژل شوي
د افريقا اييوري کوسټ هېواد ولسمشر رسنيو ته ويلي، چې گرينډ باسم نومې سيلاني ساحلي سيمه کې په يو وسله وال بريد کې څوارلس ولسي وگړي او دوه پوځيان وژل شوي دي.
د اييوري کوسټ ولسمشر وايي، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې شپږ بريدگر هم وژل شوي دي.
د پېښې عيني شاهدانو رسينو ته ويلي، چې بريدگرو لومړی ساحلي سيمه کې پر خلکو ناتاره ډزې وکړې او له هغه ورسته هوټل ته ننوتل.
گرينډ باسم سيلاني سيمه ده، چې د اييوري کوسټ پلازمېنې عابد جان څخه ۴۰ کيلومتره لرې پرته ده او دغه سيمه کې گڼ بهرني سيلانيان ژوند کوي.
يو بل عيني شاهد سلمان کما گيټ رسنيو ته ويلي، ده په خپله خلک وليدل، چې د پېښې له ځايه تښتېدل.
د بي بي سي خبريال معاد جوليين وايي، چې اييوري کوسټ د لويديځې افريقا له هغو هېوادونو څخه دی، چې د داعش ډلې د بريدونو گواښ سره مخ دی.
له دې وړانډې د لويديځې افريقا په دوو نورو هېوادونو کې هم د بهرنيانو پر هوټلو بريدونو درنه مرگ ژوبله اړولې وه.