حزب اسلامي په مذاکراتو کې د گډون اعلان وکړ
د انجينر گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د يوې اعلاميې په خپرولو د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان په مشرۍ د سولې څلور اړخيزه ناسته کې د گډون اعلان کړی دی.
د حزب اسلامي له لوري په تازه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، دوی په داسې حال کې د سولې پروسه د گډون اعلان کوي، چې دوی باوري، چې افغان حکومت د سولې په اړه خپلواکي نه لري او امريکا هم په قصدي توگه جگړې ته لمن وهي.
« جمهور رئیس اشرف غني؛ حزب اسلامي ته په مذاکراتو کې د شاملېدو بلنه ورکړې؛ ښيي چې امریکايي چارواکي لا د جنگ له نيلي نه دي کوز شوي، د افغانستان له اشغال لاس اخيستلو ته تيار نه دي، خپلې گټې د جنگ په دوام او د لا زیاتو وينو په تویولو او د لا زیاتو افغانانو په وژلو کي لټوي. دوی داسې اعلان یو ځل وړاندي او هغه مهال هم کړی وو چي د حزب اسلامي يو هيئت د کابل له چارواکو سره په خبرو بوخت وو.»
انجينر حکمتيار په داسې وخت کې د سولې پروسه کې د گډون پرېکړه کړې، چې وړمه ورځ د امريکا مرکزي استخباراتو له لوري د حزب اسلامي دوه غړي په د نړيوالو ترهگرو په ډله کې شامل شول.
اعلاميه کې راغلي، چې سي ای اې د دوی دوه غړه په داسې وخت کې تور ليست کې شامل کړل، چې د حزب اسلامي هيئت کابل کې د سولې په خبرو بوخت و.
اعلاميه کې د سولې شوار او حکومتي چارواکو ځينو غړو ته هم گوته نيول شوې، چې د رښتينې سولې مخالف دي او نه غواړي، چې افغانستان کې دايمي سوله رامنځته شي.
د اعلاميې له مخې دغه چارواکي په هغو امتيازاتو ويريږي، چې د امريکايانو له لوري دوی ته ورکول کيږي او که سوله راشي، دوی به پر دغه منصب پاتې نه شي.
«سره له دې چي پوهېږو د کابل حکومت ډېر چارواکي د سولي بهير ته د داسي گواښ په سترگه گوري چي د دوی اقتدار او هغه امتیازات له خطر سره مخامخ کوي چي د اشغالگرانو له لروي ئې ترلاسه کړي»
بل پلو د حزب اسلامي باوري سرچينې وايي، چې د سولې څلور اړخيزه ناسته کې د گډون لپاره يې پلاوی ټاکلی دی.
د سرچينې په وينا په دغه غونډه کې به د حزب اسلامي د سياسي چارو مشر ډاکټر غيرت بهير او د اجراييه شورا غړی قاضي حکيم حکيم گډون وکړي.