سيمه او نړۍ

بلوچستان کې د ورښتونو له امله څوارلس مړه شوي

د پاکستان بلوچستان ايالت کې ورښتونو ۱۴ مړه کړي او لسگونو کورونو يې نړولي دي.

په دغو ورښتونو کې پنځه تنه کويټې ښار نه پنځوس کيلومتره لرې پشين سيمه د کوټې چت راوغورځېدو له امله مړه شوي او درې نور ټپيان دي. په مړو کې يوه ښځه او ماشوم هم دي.

طبعي پېښو سره مبارزې لپاره د بلوچستان ايالتي اداره وايي، چې شيراني سيمه کې هم د يوې کوټې چپه کېدو له امله يوه ښځه او د هغې څلور بچي مړه شوي دي.

مستونگ لورلايي کې هم د اسماني تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي دي.

کوټې ښار کې ته څېرمه سرياب مسلم اباد کې هم د ورښتونو له امله ځينې خامې ودانۍ نړېدلي او ځمکه هم ښووېدلې ده.

مسلم اباد سيمه کې گڼو کورونو ته زيانونه اوښتي، ځمکه هم ښوېدلې او د پرله پسې ورښتونو له امله سلگونو کورنه د نړېدو له گواښ سره مخ دي.

طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې ورښتونه به درې ورځې نور هم روان وي او خلکو ته يې ويلي، چې په دې اړه له احتياطه کار واخلي او په خپلو سيمو کې د ويالو پاکولو ته پاملرنه وکړي.

طبعي پېښو سره د مبارزې اداره زياتوي، چې زيانمونو شوو سيمو ته يې مرستې لېږلي دي. د چارواکو په وينا د بلوچستان شلو ولسواليو کې د ورښتونو او سېلابونو وېره شته او د دې لپاره يې سيمه‌ييزو چارواکو او خلکو ته د تياري امر کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button