سيمه او نړۍ
امریکا: دوولس تنه مسموم شوي
د امريکا د کالفورنيا ايالت په سانديګو ښار کې د ۵ کوچنيانو په ګډون ۱۲ تنه مسموم شوي دي.
د کی جي ټي وي له راپور سره سم شايد دغه کسان په مصنوعي نشه يي توکو مسموم شوي وي.
د سانديګو ښار له ناڅاپي پېښو سره د چټک غبرګون ادارې وياند جو امادور وايي، له درې بېلا بېلو سيمو د خلکو د مسمومېدو خبر ورکړل شوی، چې ټول قربانيان ۱۲ تنه دي او د دوو تنو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.
ډاکټران وايي، د بستر شويو کسانو حالت بېلا بېل دی، څوک بې هوښه دي، د چا له پوزې وينه بهېږي او …
د ښار چارواکي په دې اند دي، چې ياد کسان شايد ټول په مصنوعي نشه يي توکو، چې «سپايس» نومېږي، مسموم شوي وي، خو له ناڅاپي پېښو سره د مبارزې ادارې وياند وايي، مالومه نه ده، چې دوی په خپله نشه کړې او که د بل چا له لوري مسموم شوي دي.
پوليس وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.