د پاکستان په ايبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له کوره په تر لاسه شويو اسنادو کې هغه ليک موندل شوی، چې نوموړي د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ته په ۲۰۱۰ز کې استولی و.
د لانگ وار ژورنال په نامه خپرونې دغه لیک خپور کړی او ادعا يې کړې، چې ليک د اسامه بن لادن دی. په ليک کې د نړيوالې «جهادي شبکې» القاعده مشر اسامه ليکلي، چې د افغانستان جگړې غرب ځپلی دی او نور د جگړې د دوام شيمه په کې نه ده پاتې. نوموړي زياته کړې ده، مجاهدين (طالبان) دې له صبره کار واخلي، ځکه غرب نور له پوځي، سياسي، اقتصادي او ټولنيز پلوه کمزوری شوی دی.
بن لادن دغه ليک د ۲۰۱۰ز په پای کې استولی، چې له دغې نېټې څه موده وروسته د ۲۰۱۴ز په پای کې امريکا افغانستان کې خپل جگړهييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړ، که څه هم امريکا په ښکاره په خپله ماته اعتراف ونه کړ، خو د هيواد او نړۍ ډېری سياسي شنونکو امريکا د افغانستان جگړه کې ماته وبلله.
اسامه په ليک کې د نړۍ پر مسلمانانو او «مجاهدينو» غږ کړی، چې له ملا محمد عمر سره بيعت وکړي، او له هغه يې غوښتي، چې خپل پيروان سمې لارې ته متوجه کړي.
بن لادن د خپل دغه ليک له لارې هغه هيوادونه په گوته کړي، چې سياسي گوندونه او ولس يې د افغانستان جگړه کې د پوځيانو د گډون مخالفت کوي. هغه د امريکا ولسمشر بارک اباما د پخواني شوروي اتحاد له وروستي دولتمشر ميخاييل گورباچوف سره مشابه کړی، چې روسي پوځيان يې له يوې اوږدې جگړې وروسته له افغانستانه وويستل.
د يادونې ده، چې د اسامه د دغه ليک پخلی تر دې دمه له کوم بل لوري نه دی شوی.