افغانستانسلايډ

کورنيو چارو وزارت: د قرارداديانو پيسې نه شو ورکولای

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چې د پوليسو د اکمال له امله ۳ نيم مليارده افغانۍ پوروړی دی او دغه پور نه شي پرې کولی، ځکه پيسې نه لري.

وزارت زیاته کړې ده، د اکمالاتو د قرارداديانو پيسې له درې کلونو پاتې دي او هڅې روانې دي، چې د روان کال پور يې پرې شي.

د وزارت تاميناتي مرستيال مرتضی رحيمي وويل، له ۱۳۹۱ راهيسې د پوليسو د اکمالاتو د قرارداديانو پيسې پاتې دي او وزارت يې د پرې کولو وس نه لري.

نوموړي زياته کړه، دغه پور ۵۰ مليونه ډالر کېږي، چې پرې کول يې د وزارت له بوديجې ناشوني دي.

د هغه په وينا په دې مسئله کې پخوانی حکومت ګرم دی، ځکه نو اوسنی حکومت يوازې د دوی د روان کال پيسې ورکوي او بس.

خو په ولسي جرګه کې شکايتونو کمېسيون د قرارداديانو د دفاع تر څنګ ټينګار وکړ، چې دا پيسې بايد قرار داديانو ته ورکړل شي، ځکه دا جدي موضوع ده، جرګې له وزارت وغوښتل چې دا موضوع له ولسمشر او کابينې سره شريکه کړي.

بل لور ته يادو قرارداديانو ګواښ کړی، چې که وزارت يې مليونونه ډالر ورنه کړي، په ټولو ولايتونو کې به پر پوليسو اکمالات ودروي.

هغوی د ولسي جرګې د شکايتونو کميسيون ژمنې هسې خبرې وګڼلې.

په دې اړه د کميسيون غونډه پر يو بل د فساد او غلاوو د تورنو په لګولو پای ته ورسېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button