ولسمشر اشرف غني وايي، چې پاکستان او ځينې نور اړخونه د افغان جگړې بهرني اړخونه دي او پر طالبانو يې هم غږ وکړ، چې د سولې په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
ولسمشر اشرف غني نن د پارلمان نوې ودانۍ د پرانستو پر مهال په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نا اعلان شوې جگړې روانه ده.
د ملي شورا د شپږ کال نوې دورې د پيل په مراسمو کې ولسمشر د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو مخالفين په څو کټوگرۍ ووېشل او زياته يې کړه، چې القاعده او داعش د افغان جگړې دوهمه برخه ده، ازبک، تاجک چيجنايي او ايغوري وسله وال يې د دې جگړې بله برخه وبلله.
ولسمشر د پاکستاني طالبانو په اړه هم وويل، چې له فکري پلوه افغان طالبانو سره يو دي، مگر هغوی د افغانستان سياست په اړه څه ستونزه نه لري.
اشرف غني پر افغان طالبانو غږ وکړ، اوس د دوی کار دی، چې دوی له نورو وسله والو ډلو خپلې لارې جلا کوي او که نه.
ولسمشر يو ځل بيا وويل، چې د سولې يو اړ له طالبانو او حزب اسلامي سره دی او بل اړ يې له پاکستان سره او دوی به دواړو خواوو سره په مشخصه توگه خبره کوي.
«پاکستان سره زموږ ستونزه دا ده، چې موږ غواړو دواړه هېوادونه بايد د يو بل ملي حاکميت ته په درناوي چلند وکړي.»
ولسمشر طالبانو ته وويل، چې بايد «خپل افغانيت ثابت کړي» او را دې شي، افغان حکومت سره دې دا خبرې روښانه کړي، چې اسلام ته د خدمت لاره کومه ده.
اشرف غني د جگړې په اړه طالبانو ته گواښ وکړ، چې د ملي يوالي حکومت د بغلان ډنډ غوري جگړې په څېر د مخالفينو پر ضد د نورو عملياتو په پيلولو کې سستي نه کوي او د دې لپاره يې هر ډول ځواک او وړتيا لري.
اشرف غني دا گواښونه وروسته له هغې وکړل، چې تېره ورځ طالبانو د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو د اسلام اباد راتلونکې څلور اړخيزه ناسته کې افغان حکومت سره له خبرو اترو انکار وکړ.
ولسمشر د بغلان جگړه د افغان ځواکونه لاسته راوړنه وبلله او د ملي شورا غړو ته يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وړتيا او قوماندې په اړه ډاډ ورکړ، په داسې حال کې، چې د ملي شورا او بغلان ولايتي شورا يو شمېر وکيلان، مدني فعالان او قومي مشران د بغلان جگړه د ولسي خلکو پر ضد بولي او له حکومته يې غوښتنه کړې، چې د طالبانو په نوم جگړه کې ولسي خلک بايد په نښه نه کړي.