د پارلمان نوې ودانۍ د پرانستو له امله لس وزارتونه او گڼې نورې ادارې رخصت دي
د پارلمان نوې ودانۍ د پرانستو له امله کابل کې لس وزارتونه، ښوونيزې او گڼې نورې ادارې رخصت دي.
د پارلماني چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دارالامان سيمې ته تلونکې لاره باندې لس وزارتونه او نورې اړونده دولتي او ښوونيزې ادارې به نن رخصت وي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني به د پارلمان د نوې ودانۍ پرانسته کوي او د امنيت د خوندي کېدو په موخه يې دغه امر جاري کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې د عامه روغتيا، اطلاعات او فرهنگ، کرهنې او مالدارۍ، د اوبو او انرژۍ، د عالي تحصيلاتو، د کليو او پراختيا وزارتونه، د ځمکو خپلواکه اداره، لويه څارنوالی، د کنټرول او څېړنو ادارې او د سيمې ټولو تعليمي ادارو ته امر شوی، چې نن دې خپل کارونه رخصت کړي.
د پارلمان نوې ودانۍ د هند په مالي مرسته جوړه شوې او د ژمي له رخصتيو وروسته د ملي شورا وکيلان نن يو ځل بيا خپلو کارونو ته راځي او نوي کارونه به د پارلمان په نوې ودانۍ کې پيلوي.
د کابل ښاريان د حکومت له پرېکړې اندېښمن دي او وايي، چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن د پخوا په پرتله نور هم زيات شوی دی.
د کابل ښاريان شکايت کوي، چې ډېر خلک ناروغان لري او امنيتي ځواکونه اجازه نه ورکوي، چې روغتون ته يې ورسوي.