سلايډسيمه او نړۍ

د القاعدې پخوانی مفتي د داعش بریدونه غندي

د القاعده پخوانی مفتي او د اسامه بن لادن نيږدې ملګری ابوحفص الموریتاني هم د داعش د بریدونو غندونکې ډلې ته شامل شو او د پاریس وروستي بریدونه يې د اسلام ضد وبلل.

موریتاني د الجزیره تلویزوني کانال انګلیسي برخې سره په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل چې داعش د اسلام په اړه صحیح فهم نه لري، داسې لکه څنګه چې په غرب کې مسیحیان د مسیحیت په اړه ناسمه پوهه لري.

هغه وویل: «اسلام د بې ګناه خلکو وژنه، هغه که مسلمان وي که کافر، منع کوي. د ملکي او بې ګناه خلکو وژل د منلو وړ نه دي او نه هم دا جهاد دی».

د القاعده دغه پخواني مفتي په ۲۰۰۱ کې دغه تنظیم له اسامه بن لادن سره د ځینو اختلافاتو له کبله پرېښود.

د ستمبر ۱۱مې له پېښې وروسته هغه ایران ته ولاړ او ۱۰ کاله یې ددغه هېواد په زندان کې تېر کړل، وروسته نوموړی موریتانیا ته انتقال شو.

ابوحفص چې د موریتانیا له پلازمېنې يې الجزیرې سره خبرې کولې؛ وویل، چې له فساد ډک عربي رژيمونه او د انقلابیانو ځپل د دا ډول وسله‌‌والو د راپورته کېدو سبب شو.

حفص چې د داعش د فرانسې برید یې تر سختو نیوکو لاندې نیولی و، وویل چې ولې دوی په فرانسه برید کوي او په واتیکان نه. «واتیکان د غرب د مسیحیت استازیتوب کوي، ولې دوی کلیسا تر برید لاندې نه نیسي».

موریتاني د بغدادي خلافت په کلکو ټکو رد کړ، هغه وویل چې نوموړی د خلافت په شروطو او غوښتنو باندې برابر نه دی.

فرانسه له تېر ستمبر راهيسې سوريه کې پر داعش ډله بمبارۍ کوي او د پاريس له برید وروسته يې د داعش پر مرکز الرقه ښار خپلو هوايي بريدونو ته زور ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button