له تېرو دوو اوونيو راهيسې رسنيو کې داسې اوازې خپرېږي، چې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان په مشرۍ راتلونکې څلور اړخيزه غونډه به کې د طالبانو استازي گډون وکړي، مگر شېبه مخکې طالبانو دغه اوازې په کلکه رد کړې او د سولې په نوم راتلونکې غونډه کې يې د خپلو استازو د نه گډون اعلان وکړ.
د طالبانو له رسمي ويبپاڼې په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې امريکا له يوې خوا افغانستان ته نوي تازه دمي پوځيان رالېږي، د هېواد په گڼو سيمو کې خپلو بمباريو او شپنيزو عملياتو ته دوام ورکوي او په عين حال کې «د کابل اداره» هم په گڼو ولايتونو کې د جگړې سيمې پراخوي، زرگونو خلک يې په سره ژمي له خپلو کورونو شړلي، په داسې وخت کې د څلور اړخيزو ناستو له لارې يې د مذاکراتو اوازې هم ښې په درز کې پيل کړي دي.
طالبان وايي، چې دغه دوه ضد او نقيض فعاليتونه دا ښيي، چې حکومت او امريکا افغانستان کې سولې ته ژمن نه دي او نه هم قطر کې د دوی سياسي دفتر سره د سولې په اړه اړيکه نيول شوې ده.
اعلاميه زياتوي، چې د سولې په اړه د افغان مخورو شخصيتونو غوښتنې او وړانديزونه هم په پام کې نه دي نيول شوي، په داسې حال کې افغان حکومت داسې اوازې خپرې کړي، چې د طالبانو استازي د راتلونکې څلور اړخيزه غونډه کې د خپل مشر ملا اختر محمد منصور په اجازه گډون کوي.
طالبانو د رسنيو له لارې خپرې شوې اوازې په کلکه رد کړي او وايي، چې د دوی مشر هېچا ته وظيفه نه ده سپارلې، چې «د اسلامي امارت» په استازيتوب د سولې غونډه کې گډون وکړي.
طالبانو يو ځل بيا په خپل دريځ ټينگار کړی، تر څو، چې افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو «اشغال» پای ته نه وي رسېدلی، د طالبانو مشران له تور لېسته نه وي وېستل شوي او د طالب په نوم نيول شوي بنديان له زندانو نه وي ازاد شوي، «دغه بې مفهومه او تېر اېستونکي مذاکرات به هېڅ نتيجه ور نه کړي.»
اعلاميه کې د رسنيو په استازو هم غږ شوی، چې د طالبانو اړوند هر خبر په اړه بايد د طالبانو رسمي ادرس او وياندويانو پر خبر باور وشي او کوم خبر، چې د دوی له لوري نه وي تاييد شوی، رسنۍ دې هغه طالبانو ته نه منسوبوي.