افغانستانسلايډ

برتانيې د افغان پناه غوښتونکو د ويستلو پرېکړه وکړه

د برتانيې حکومت پرېکړه کړې، چې ټول هغه افغان پناه غوښتونکي له هيواده وباسي، چې افغانستان کې د ناامنيو له امله يې د ويستو پرېکړه ځنډول شوې وه. دغه هيواد هغه پرېکړه لغوه اعلان کړې، چې له مخې يې افغان پناه غوښتونکي برتانيه کې پاتې کېدای شوای.

د برتانيې د کورنيو چارو وزيرې ويلي، د افغانستان پلازمېنه کابل اوسمهال د امنيتي وضعيت له مخې په سمو شرايطو کې ده او د افغان پناه غوښتونکو ستنېدنه به دوی ته کوم گواښ پېښ نه کړي.

کورنيو چارو وزيرې ټرزا مای زياته کړې، د ترسره شويو ارزونو له مخې کوم پناه غوښتونکي چې هيواد ته به ستانه شي، کابل کې به ښه ارام ژوند ولري.

د هغې په وينا له دې امله چې د کابل امنيت نسبتا ښه دی، د نا امنه ولايتونو پناه غوښتونکي به هم بېرته خپل هيواد ته ستانه کړای شي.

ويل کېږي، بهرنیو هيوادونو ته ډېری تلونکي افغانان هلته ځان د افغانستان د خورا نا امنو سيمو ورپېژني، څو غوښتنه يې ومنل شي.

د برتانيې د سترې محکمې د يوې پرېکړې له مخې د تېر کال له اگست راهيسې د افغانستان د خراب امنيتي حالت له امله د افغان پناه غوښتونکو ويستل ځنډول شوي وو. خو نوې پرېکړې افغانستان يو امن هيواد بللی او د افغان پناه غوښتونکو د ويستلو پرېکړه يې کړې ده.

افغان دولت تر دې دمه د برتانيا د دې پرېکړې په اړه غبرگون نه دی ښودلی، خو پخوا يې له گڼو هيوادونو غوښتنه کړې، چې د پناه غوښتونکو د ويستلو په اړه بيا غور وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button