په ملي او ولايتي شوراگانو کې د بغلان د خلکو استازو خبر ورکړی، چې دولت له يوې مودې راهيسې ډنډغوري سيمه کې پر خلکو اوبه تړلې دي او هغوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ډنډغوري سيمې لسگونو قومي مخورو، خلکو او کوچنيانو په دې اړه د ولايت مقام مخې ته اعتراض وکړ او له دولته يې د اوبو غوښتنه وکړه.
ډنډغوري کې له يوې مياشتې له ډېرې مودې راهيسې د دولت له لوري د طالبانو پر ضد عمليات پيل شوي دي، خو د سيمې خلک وايي، امنيتي ځواکونو تر ټولو ډېر زيان دوی ته اړولی.
څه موده مخکې د بغلان قومي مخورو او مدني فعالانو کابل کې رسنيو ته وويل، د دولتي ځواکونو په بمباريو او د درنو وسلو ډزو کې يې لسگونه کورونه ويجاړ شوي او له اوو سوو ډېرو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
پر ټولنيزو شبکو خپرو ويډيوکانو او نځورونو د خلکو دغې دعوې ته پخلی ورکړ، چې د هيوادو په بېلا بېلو سيمو کې يې د مدني فعالانو او ځينو حکومتي چارواکو له لوري غندنه وشوه.
تازه راپورونه ښيي، چې دولت ډنډغوري کې پر ولس اوبه تړلې دي او هغوی يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
ملي او ولايتي شوراگانو کې د بغلان د خلکو استازو ويلي، په دې اړه يې بيا بيا د بغلان والي سره خبرې کړي، خو هغه خپله ناخبري ښيي.
خو د بغلان د اوبو رسونې ادارې سرپرست رسنيو ته ويلي، امنيتي ځواکونو د عملياتو پر دويمه اوونۍ ترې غوښتنه وکړه، چې ډنډغوري ته تللی نهر «گوهر گن» بند کړي. امنيتي ځواکونو د دې کار دليل دا ويلی، چې دا اوبه يې د عملياتو مخ کې خنډ جوړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دولتي چارواکو وړمه ورځ ادعا وکړه، چې وسله وال طالبان په بشپړ ډول له ډنډغوري وتلي دي.
د هيواد دننه د بشر حقوقو گڼو فعالانو د دولت پر دې کړنه نيوکه کړې او دا يې د خلکو په حق کې ستر ظلم او خيانت بللی دی. هغوی ويلي، دولت له دې وړاندې هلمند او ځينو نورو سيمو کې هم له خلکو سره دا کار کړی دی.