د یوې نوې څېړنې له مخې په ۲۰۱۵م کال کې د افغاني، پاکستاني او ایراني پاسپورتونو لرونکي د نړۍ له کمزورو پاسپورتونو څخه شمېرل کېږي. دغه څېړنه د هینلي او پارتنر د ادارې له لوري شوې ده.
د هینلي او پارتنر معیار دا دی چې له کومو پاسپورتونو سره د هغه هېواد وگړي له ویزې پرته نورو هېوادونو ته سفر کولی شي. د دې معیار له مخې افغانستان ورپسې پاکستان او عراق د نړۍ تر ټولو ډېر کمزوري هېوادونه دي. په دې معنا چې د دې پاسپورت لرونکي د نړۍ لږو هېوادنو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.
د دې څېړنې له مخې د نړۍ ډېر ځورور پاسپورتونه چې لرونکي یې د نړۍ ډېرو هېوادنو ته سفر کولی شي هم معلوم شوی دی. د څېړنې له مخې د نړۍ تر ټولو ځورور پاسپورت د جرمني ورپسې د برتانیې او بیا د امریکا د متحده ایالاتو پاسپورتونه دي چې لرونکي یې ډېرو هېوادنو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.
د کمزورو هېوادنو لیست:
- افغانستان، ۲۵ هېوادونو ته د ویزې پرته سفر کولی شي؛
- پاکستان، ۲۹؛
- عراق، ۳۰؛
- سومالیه، ۳۱؛
- سوریه، ۳۲؛
- لیبیا، ۳۶.
د ځورورو هېوادنو لیست:
- جرمني، ۱۷۷؛
- سویدن، ۱۷۶؛
- فنلنډ، فراسنه، ایټالیا، هسپانیه، برتانیه، ۱۷۵؛
- بلجیم، ډنمارک، نیدرلینډ، امریکا متحده ایالات، ۱۷۴.
خبر ښه دی، خو املاګانې مو ګړ بړ دي. زورور مو “ځورور” ليکلی، زورورو!