پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرس ټريبيون د ولسمشر غني د سلاکار ښاغلي قطب الدين هلال له خولې ليکلی، چې ولسمشر غني طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د هغوی ډېرې غوښتنې منلې دي.
ورځپاڼې له ښاغلي هلاله په نقل ويلي، چې د افغانستان دولت د طالبانو په شرطونو کې له يوه پرته نور هيڅ اختلاف نه لري. هغه زياته کړې ده، چې دولت د اساسي قانون د اصلاح، د م. م له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو ويستل، قطر کې د طالبانو د دفتر بيا پرانيستل او د افغانستان له زندانونو د طالب بنديانو خوشې کول منلي دي.
ورځپاڼې د ولسمشر غني د دې سلاکار په حواله ليکلي، چې ولسمشر غني د طالبانو يوازې دا شرط نه دی منلې، چې کابل کې دې يوه موقته اداره رامنځته شي: «خو ولسمشر د موقتې ادارې د رامنځته کولو لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړې ده او ټينگار يې کړی چې افغانستان کې به د خلکو له لوري رامنځته شوی حکومت له گواښ سره مخ نه کړي».
په خپله ښاغلي هلال يا هم د ملي يووالي حکومت کوم بل چارواکي د اکسپريس ټريبيون د دې راپور په رد يا تاييد کې تر دې دمه څه نه دي ويلي.
همدا راز طالبانو هم په دې اړه رسنيو سره کومه خبره نه ده شريکه کړې.
سرچينې د ولسمشر د سلاکار په وينا ليکلي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو وروستۍ غوښتنه دا ده چې د هغوی د وتلو لپاره يو جدول برابر شي.
خو بل لور ته افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي قوماندان خپلو تازه څرگندونو کې گواښ کړی، چې که طالبان جگړه پرېنږدي، له ناوړه پايلو سره به مخ شي. طالبانو لا د جنرال جان نيکولسن د دې څرگندونو په غبرگون کې څه نه دي ويلي.