افغانستانسلايډ

وال سټريټ: تېر کال شپږ دېرش زره پوليسو دندې پريښې

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی، چې افغانستان کې تېر ميلادي کال کې شپږ دېرش زرو پوليسو خپلې دندې خوشې کړي دي.

دغې ورځپاڼې دعوه کړې، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پټ اسناد يې ترلاسه کړي دي، چې ترې څرگندېږي، چې په ۲۰۱۵ز کې د افغانستان شپږ دېرش زرو پوليسو خپلې دندې پريښې دي. د ورځپاڼې له راپور سره سم «دغه اسناد د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري نړيوالو ملاتړ کوونکو ادارو ته استول شوي دي».

سرچينې همدا راز کښلي، له افغانستانه د ډېری بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دغه شمېر پوليسو په داسې حال کې خپلې دندې خوشې کړې دي، چې پوليس د مشرتابه له کمزورۍ او د وسله والو له سختو بريدونو سره مخ دي.

کورنيو چارو وزارت د وال سټريټ دغه راپور رد کړی دی او ويلي يې دي: «د هغو سرتېرو شمېر چې تېر يو کال کې د بېلا بېلو دلايلو له امله دندو ته نه دي حاضر شوي،  يوازې پنځو زرو تنو ته رسېږي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button