په افغانستان کې د واک پر سر شخړهروانې چارېسلايډ

کرزی په مخالف بدل شو (۹)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم
د عزیز اباد له بمبارۍ ورسته، کرزي په افغانستان کې دامریکایي او نړیوالو ځواکونو د رسمې او قانوني شتون د کره کېدو غوښتنه وکړه.د دفاع وزیر رحیم وردګ ۲۰۰۹ز په جنورۍ کې ناټو ته یو لیک واستوه. دا ډول یو بل وړاندیز لا پخوا واشنګټن ته هم استول شوی و. ما له کرزي سره هوکړه وکړه. تخنیکي تړون د افغان لنډ مهالې ادارې او ایساف تر منځ په ۲۰۰۲ز کې لاسلیک شوی و. دا تړون په پوره توګه نور نو خلاص او نېټه یې پای ته رسېدلې وه. کوم لیک چې دفاع وزیر ناټو ته استولی و، ډېر ځانغوښتونکی و، خو دا د بحث پیل و، ما هم د ناټو عمومي منشي ته یو لیک ولېږه او د خبرو اترو د پیل غوښتنه مې وکړه، خو د عمومي منشي دفتر چوپتیا غوره کړه. د جنورۍ په پای کې د ولسمشر ویاند اعلان کړه، که چېرې ناټو په یوه میاشت کې ځواب ورنه کړي، دوی به بیا ولس ته ورشي چې په خپل هېواد کې د نړیوالو ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي. ورپسې د رحیم وردګ لیک په افغان رسنیو کې خپور شو. د کرزي عامې ویناوې به دومره تاکتیتکي نه وې، خو د بروکسل لخوا غوره شوې چوپتیا هم د سپکاوي په مانا وه.
له کرزي څخه زما ملاتړ په کابل کې د امریکا د سفارت او د ناټو د دفتر لپاره مرستندویه نه ښکاريده. زه پر دې باور وم، دا به تېروتنه وي که له کرزي سره ژر موافقه ونه شي. د ژر ځواب ورکولو مانا خو دا وه چې افغانستان ته د خپلواکه هېواد په سترګه کتل کیږي. هر ځل چې ملکي وګړي وژل کېدل، نو په ارګ کې حساسیت لا پسې زیاتېده. له بل پلوه عام ولس داسې انګېرله چې هغه ځواکونه چې د دوی په خوښه راغلي دي، اوس د دوی ژوند او کلتور ګواښي او حکومت یې په کړنو کنټرول نه لري. د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه د دفاع وزیر وردګ او جنرال مک کیرنن تر منځ کوچنی تړون لاسلیک شو. دغه تړون افغانانو ته دا حق ورکاوه چې عملیات وکړي، پلان جوړ کړي او د خلکو د نیولو او د کورونو د تلاشۍ مسؤولیت په خپله غاړه واخلي، خو دغه تړون عملي اړخ نه درلود او دا هغه نه و چې ولسمشر کرزي غوښت. زما له انده دا تړون د افغانانو درناوي ته د شک په سترګه کتل وو. زموږ دا لېوالتیا چې موږ د افغانانو وړ او مشروع غوښتنې له پامه غورځولې، له هر کلي مخ نه شوې. موږ کېدای شي یو وخت د کرزي پر هغو نوښتونو چې زموږ یې نامعقوله بولو، که له ده او د ده له حکومت سره له احترامه ډک چلند ونه شي، نو زموږ ټولې هڅې به پر اوبو لاهو شي. کرزی د ۲۰۰۸ز په پای کې دومره په غوسه شو چې اټکل یې نه کېده. ما د ده د شخصیت دا اړخ له هغې ورځې چې د مارچ په پای کې راغلی وم، نه ؤ لیدلی او د دې برعکس نوموړي داسې هم ښودله چې نا اړین مخالفتونه نه غواړي چې راپورته یې کړي. ما په شخصي توګه کرزی لیده چې له هغو کسانو سره چې د ده د باورر وړ به وو، خپلې ناهیلۍ شریکولې. اوس نو د ده مخالفت او پر نړیوالو ځواکونو نیوکې په کابل کې سفیران او هغه وزیران چې له ده سره به یې لیدنې درلودې، هیښول. زه د ده پر غبرګون پوهېدم او د ده ډېرې اندېښنې مې له نورو سره شریکې کړې. د ولسي وګړو پر لپسې وژنه، نه دا چې یوازې د بېګناه وګړو وژل وو، بلکې له طالبانو سره د خلکو د یوځای کېدو لامل هم ګرځېده زه وډار شوم، که چیرې موږ د ولسي وګړو وژنه په جدي توګه ونه څېړو، نو د ولس له مخالفت او غبرګون سره به مخ شو او هغه هېوادونه چې افغانستان ته خپلې لوڼې او زامن را استوي، د ناوړه پېښو د پایلو له کبله به په هر څه شکمن شي. د بهرنیو هېوادونو پلاوو له ارګ څخه د مننې هیله درلوده، خو کله به چې دوی له ارګ څخه راوتل، نو سخت به غوسه وو، ځکه چې هورې به تر پوره انتقادونو لاندې نیول شوي وو.
د ۲۰۰۸ز په اکتوبر کې د نړیوالو ځواکونو قومندې بدلون وموند. جنرال مک کیرنن، د ایساف او امریکایي ځواکونو ګډ قوماندان وټاکل شو، خو ځینې ځواکونه بیا هم د CIA تر قوماندې لاندې پاتې شول. اوس نو موږ یو قومندان درلود چې اړیکې ورسره ونیسو. نه د OEF قومندان چې د عملیاتو په اړه به مو ورسره بحث کاوه، نو سړی به زړه نازړه و.
د ۲۰۰۸ز په پای کې جنرال مک کیرنن ایساف او امریکايي ځواکونو ته چې د OEF تر قومندې لاندې یې عملیات تر سره کول، یو عملیاتي لارښود صادر کړ. نوموړي د عملیاتو پر مهال د افغانانو کلتور، دود او مذهب ته په درناوي ټینګار وکړ. د عملیاتو پر مهال د احتیاط او د سرتیرو پر تناسب یې هم ټینګار کاوه. قومندان د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د وژلو د څېړنو پر ارزښت او همدا ډول وژل شوو ته د تاوان ورکول ومنل. دواړه مهم ګامونه وو چې په پلي کېدو به یې د ملکي وګړو د وژنې مخه نیول کېده او هم به د افغان حکومت او نړیوالو ځوکونو ترمنځ راپیدا شوې تشه ډکېدله، خو جنرال مک کیرنن چې څومره وړتیا درلوده، هغه ډول ونه نازول شو. هغه په ناببره توګه د نوې ادارې په راتګ سره د ۲۰۰۹ز په می کې له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال مک کریسټال وګومارل شو. زه د نوموړي په دا ډول تګ خفه وم. د مک کریسټال راتګ د افغانانو او نړیوالو ځواکونو تر منځ د اړیکومحوري ټکی شو، خو دا مک کیرنن و چې دغه کار یې پیل کړی و.

ددې کتاب نورې برخې دلته ولولئ :

      نورې برخې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button