سوريه کې اوربند پيل شو
سوريه کې نن د جگړې د ښکېلو لوريو تر منځ د اوربند پرېکړه وشوه. دا پرېکړه د سوريې نښتو کې د نږدې درې سوه زرو وگړو له وژل کېدو وروسته وشوه.
ځايي رسنۍ وايي، د پلازمېنې دمشق شاوخوا کې د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي، په داسې حال کې چې پخوا دغه سيمې د روسي الوتکو تر درنۍ بمبارۍ لاندې وې.
د سورې جگړه کې تر ټولو ډېر زيان تر دې دمه ولسي وگړو ته اوښتی، چې په لسگونو زرو وژل شوي، په سلگونو زرو ټپيان دي او مليونونه نور د خپل هيواد پرېښودو ته اړ شوي دي، چې په نورو هيوادونو کې خورا له ستونزو ډک ژوند پر مخ وړي.
سوريې لپاره د م. م ځانګړي استازي سټيفن ډي مستورا ويلي، که دغه اوربند دوام وکړي، دې هېواد ته به مرستې ورسېږي او د مارچ به اوومه نېټه به د سولې خبرې اترې پيل شي. هغه زياته کړې ده، شونې ده اوربند له ګڼو ستونزو سره مخ شي، خو په وينا يې پر دوی اغېز نه شي کولای.
د ياد سازمان د امنيت شورا له ټولو ښکېلو خواو اوربند ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
د امريکا سفير سمانتا پاور ويلي، دغه اوربند سوريه کې د تاو تريخوالي د کمېدو نښه ده او موږ يې پايلو ته تمه لرو.
امريکايي چارواکو همدا راز ويلي، اوس د دې وخت دی، چې مسکو سوريه کې د جگړې د ختمولو په اړه خپل جديت وښيي او پر منځلارو وسله والو بريدونه بند کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوريې په ځينو ښارونو کې لا هم هوايي بريدونه ترسره کېږي، چې ډېر گمان کېږي، روسۍ الوتکې به يې کوي.
روسيې ويلي، چې له اوربند سره سره به د «ترهگرو ډلو» پر ضد بريدونو ته دوام ورکړي.