د ناټو او امریکایي پوځيانو گډ مشر جنرال کیمبل دنده په افغانستان کې پای ته رسېدلې ده او دې دندې ته امریکايي چارواوکو د تېر کال په پای کې خپل بل نوماند «جنرال جان نیکلسون» اعلان کړ.
ولسمشر اشرف غني نن په ارگ کې د یوې درنې غونډې په ترڅ کې جنرال کیمبل ته د ستوري ملي مډال په ټټر ولگاوه او د کیمبل له مرستو یې مننه وکړه.
ولسمشر زیاته کړه چې کیمبل زموږ له امنیتي ځواکونو سره تل مرسته کړې، ولسمشر د مرستو په برخه کې له نظامي زده کړو او مالي ملاتړ څخه یادونه وکړه.
کیمبل د ۲۰۱۴م کال په اگست کې د ناټو او امریکايي ځواکونو گډ مشر وټاکل شو چې له ده وروسته به دا دنده جنرال جان نیکلسون پر مخ وړي.