افغانستان کې د ناټو ځواکونو يوه پخواني قوماندان د طالبانو د حکومت ړنگول د لويديځ ستره تېروتنه بللې ده. هغه ويلي، د سپتمبر د يوولسمې غچ بايد يوازې له القاعده اخيستل شوی وی.
د «ډېو فرېزر» په نامه د ناټو دغه لوړپوړي چارواکي کندهار ته د کانډايي ځواکونو د لېږلو په مناسبت جوړې غونډې ته خبرو کې څرگنده کړه، چې د امريکا او ناټو له لوري افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه وړل سمه پرېکړه نه وه. هغه زياته کړه: «موږ په دې اند و، چې د حکومت بدلول به ستونزه اواره کړي، خو بايد د طالبانو حکومت له منځه نه وای وړل شوی، تر کومه يې چې زموږ مخالفت کاوه، زموږ ځواکونه به هلته وو، داسې به طالبان د هغه څه منلو ته مجبور وای، چې موږ غوښتل او هغه القاعده ته رسېدل او له افغانستانه يې ويستل و».
فرېزر په دې اند دی، چې د سپتمبر د يوولسمې د بريد بدل بايد يوازې له القاعده ډلې اخيستل شوی وای، نه له طالبانو.
نوموړي امريکا له دې امله گرمه وبلله، چې د طالبانو د حکومت په ړنگولو يې نه يوازې افغانستان، بلکې ټول منځينی ختيځ له دريو تر څلورو لسيزو له ستونزو سره مخ کړ.
امريکا همدا اوس د منځيني ختيځ په گڼو هيوادونو کې جگړه په مستقيم يا غير مستقيم ډول پر مخ وړي، چې له امله يې د سيمې ټول هيوادونه له ستر زيان او گواښ سره مخ دي.
جنرال فرېزر د لويديځ له لوري پر عراق برید هم ستره تېروتنه وبلله او په وينا يې په دې سره ستونزه لا پسې لويه شوه، خو اواره نه شوه.
د وروستيو شمېرنو له مخې امريکا د افغانستان، عراق او نورو هيوادونو په ورستيو جگړو کې د مليونونو انسانانو په وژلو تورنه شوې ده، چې له امله يې د امريکا دننه د جگړو مخالفتونه ډېر شوي دي.
د امريکا ځينې چارواکي په داسې حال کې پر افغانستان د امريکا بريد تېروتنه بولي، چې دغه هيواد غواړي، د افغانستان جگړه لا پسې وغځوي.