فاریاب: شهرستان ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده
د فاریاب ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده چې اوسمهال د راپورنو له مخې گڼ امنیتي ځواکونه او د ولسوالۍ چارواکي د طالبانو په محاصره کې دي.
د فاریاب والي محمد اصف ننگ وویل چې تېره شپه شاوخوا ۵۰۰ طالب جنگیالو د شهرستان په ولسوالۍ له څو لورو یرغل وکړ. د ننگ په وینا تر دې مهاله گڼ امنیتي ځواکونه نښته کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي. ننگ همدرانگه زیاته کړه چې جگړې کې د طالب جنگیالو څخه همدرانگه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
بل لوري ته د طالبانو ویاند د اصف ننگ دا دعوا چې گواکې طالبانو ته د شهرستان جگړه کې تلفات اوښتي دي ردوي. د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي په وینا ولسوالۍ کې لا هم جگړه روانه ده او گڼ شمېر امنتي ځواکونه او دولتي مامورین د طالبانو محاصره کې دي.
د فاریاب گڼې ولسوالۍ د طالبانو تر اغېز لاندې دي.