د هند وروستی باچا / صفیه حلیم
په ۱۸۵۸ م رنګون(برما) کې اخيستل شوې دی تصوير کې د هند وروستی مغل باچا بهادرشاه ظفر او د هغه دوه زامن يوانګريزافسرسره ښکاري. بهادرشاه (ثاني)په ۱۸۳۷ م کې د ډېلي پر تخت کيناستو، د ده خپل نوم سراج الدين او لقب يې ابومظفرو. دی په ۱۷۷۵ م کې زيږېدلې او د ظفرتخلص سره يې شاعري کوله. انګريزانو به ورته د ډېلي باچا خطاب کوو. د ۱۸۵۷ م د خپلواکۍ جنګيالي د ده چاپېره راټول شول خو ده ترې مخ واړوو. په اخر کې دی له سرې کلا ووتلو او انګريزته يې ځان په دې شرط تسليم کړوچې وژني به يې نه. په دې عکس کې باچا ډېر ضعيف اوبيزاره ښکاري، ځکه مخ يې بلې خوا ته اړولې دی. جوان بخت او شاه عباس نه علاوه انګريزانو د بهادرشاه ظفر ټول زامن ووژل. په عکس کې دا دواړه هم بې باور ښکاري او يو پکې انګريز ته سترګې نيولي دي. بهادر شاه په ۱۸۶۲ م کې مړ او په رنګون کې يې خښ کړو.
د خپريدو نيټه
۲۶ فروري ۲۰۱۶ م