ټولنه
د تنکیو ځوانانو له پاره څنګه انګېزه را منځته کړو ؟
ژباړن : عطا محمد میاخېل
په تنکیو ځوانانو کې د انګېزې د نه لرلو له پاره ډېر دلایل شتون لري، که څه هم تنکي ځوانان د هغو کارونو د ترسره کولو له پاره، کوم چې مور او پلار یې ترې غوښتنه کوي، انګېزه نه لري، خو د هغو کارونو له پاره، چې خپله یې خوښېږي، انګېزه لري، لکه : له خپلو دوستانو سره په ټیلیفون کې خبرې کول، دوستانه مېلمستیا، له دوستانو سره لوبې کول. په دې ځای کې هغو دلایلو ته اشاره کوو، کوم چې د تنکيو ځوانانو له خوا د خپلو والدینو له اوامرو او دستورونو څخه د نه پیروۍ لامل کېږي :
۱ ـــ کله چې میندې او پلرونه له خپل اولاد څخه د کوم کار ترسره کول غواړي، نو بیړنی او غوسناک چلند کوي، چې په پایله کې خپل اولاد ته د دې بلنه ورکوي، چې د دوی په وړاندې لا مقاومت وکړي او خبره یې ونه مني .
۲ ـــ تنکي ځوانان داسې احساس کوي، چې والدین یې له دوی سره مشروطه مینه کوي. که چېرې د دوی له غوښتنو سره سم عمل وکړم، نو پرې ګران یم او که چېرې داسې ونه کړم، پرې ګران نه یم، دا ډېر ورانونکی حس دی او تنکي ځوانان په کینې او لا مقاومت اخته کوي .
۳ ـــ مور او پلار د دې اجازه نه ورکوي، چې اولادونه یې هغه څیزونه پیدا کړي، چې دوی پورې تړاو لري او ورته ډېر ارزښتمن دي .
۴ ـــ والدین خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلې ماتې څخه درس واخلي . تنکیو ځوانانو ته د مسؤولیت منلو د ورزده کولو یوه لار، آګاهانه بې مسؤولیتي ده . هغوی ته اجازه ورکړئ، چې یو کار پیل کړي، په هغه کې ماتې وخوري، له دې وروسته له هغوی سره همدردي وکړئ؛ له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو وپوهېږي، چې څه پېښ شوي، د کار ستونزه په کوم ځای کې ده، له هغې څخه یې څه درس اخیستی دی او په راتلونکې کې باید څه وکړي، چې په دې کار کې بریالی شي .
۵ ـــ والدین په ډېری مواردو کې پر ځای د دې چې له خپلو اولادونو څخه وغواړي، ترڅو د مسئلي د حل له پاره سمه او منطقي لاره پیدا کړي، خپل اولاد ته وایي : څه باید وکړي . د تنکیو ځوانانو دا خوښېږي، هغه پروګرامونه، چې په طرحه کولو کې یې زیات زیار ایستلی تعقیب کړي .
۶ ـــ مور او پلار هیله لري، چې تنکی ځوان زوی یې په کور کې خپله شخصي دنده هېره نه کړي، ته به وایي، چې دا کار یې د مسؤولیت منلو ښکارندوی دی . نوي ځوانان حتا کله چې د پروګرامونو په طرحه کولو کې یې همکاري کړې ده، بیا هم هېروي، چې پروګرام په منظم او پرله پسې ډول تعقیب کړي، ځکه چې دا کارونه د هغوی د لړلیک په لومړیتوبونو کې لومړی مقام نه لري، دا د هغوی د بې مسؤولیتۍ په مانا نه، بلکې په دې مانا ده، چې هغوی نوي ځوانان دي . یوه دوستانه یادونه ستره ستونزه را منځته کوي، د دې کار له پاره د شوخ طبعۍ له حس څخه ګټه واخلئ او هڅه وکړئ، چې زیات بحث ونه وکړئ . د بېلګې په توګه یاد داشت ولیکئ، که چېرې اړ شوئ، نو خبرې وکړئ، کولای شئ، چې له هغه څخه یوازې دومره وپوښتئ، چې له یو بل سره مو څه ژمنه کړې وه ؟
۷ ـــ اړینه ده، چې والدین له عین قاطعیت او جدیت سره زړه خوږي وي، له غوسې او د شخړې له رامنځته کېدو څخه په لرې فضا کې ټول په ښه توګه کار کولای شي .
۸ ـــ والدین معمولاً خپلو اولادونو ته د مسئلې دحل لارې مهارتونه، نه ور زده کوي . کولای شو دا مهارتونه د کورني لیده کاته او فردي خبرو اترو پرمهال یې تنکیو ځوانانو ته ور ولېږدوو .
۹ ـــ د وخت مدیریت مهارتونه د ورځنیو کارونو او فعالیتونو په ترسره کولو سره ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته ور زده کړئ . ستاسو د بریا کیلي په مشارکت کې نغښتې ده .
۱۰ ـــ خپل اولاد ته د هغه د توان له کچې څخه لوړه دنده مه ورکوئ . له خپل تنکي ځوان زوی څخه ستاسو غوښتنې باید هغه ته د ورکړل شوې دندې په کچه وي .
۱۱ ـــ ډېری والدین نه پوهېږي، چې خپل ځوان زوی ته څه ډول ووایي، چې درسره مینه لرم، مګر له دې غوښتنې سره دې همغږی نه یم .
۱۲ ـــ والدین تر ډېره د لنډ مهالو او چټکو پایلو په لټه کې دي، د بېلګې په ډول : نوي ځوان دې ته اړباسي، چې خپلې دندې په بیړه او نه ځیرکتیا سره ترسره کړي . پر ځای د دې چې هغه ته وخت ورکړي، ترڅو له یوې لنډې آرامتیا وروسته، خپل کارونه په ډېر دقت او لېوالتیا سره ترسره کړي .
اولادونه ولې له خپلو والدینو سره همکاري نه کوي ؟
ډېری والدین داسې فکر کوي، چې تنکي ځوانان یې د همکارۍ حس نه لري، که چېرې دا والدین خپلو اولادونو ته د لارښوونې له خپل ګټور ځواک څخه د ګټ اخیستنې پر ځای، د هغوی په وړاندې له قار او غوسې څخه کار اخلي، نو اولادونه یې حق لري، چې د همکارۍ حس ونه لري ! ( هغه کار وکړه، چې زه یې درته وایم ! ) دا خبره د همکارۍ له پاره ځای نه پرېږدي او نوي ځوانانو ته بلنه ورکوي، چې سر غړونه وکړي، کله چې هلکان همکاري نه کوي، دا په دې مانا ده، چې والدینو او ښوونکو د دوی د حقیقي مشارکت له پاره د سمو او ښو پرواګرامونو او نظریو په طرحه کولو کې له دوی سره همکاري نه ده کړې . ډېری تنکي ځوانان د بردبارۍ حس او له مشرانو سره د همکارۍ پر ځای، د دې له پاره، د خپلو والدینو د کنټرول په وړاندې د طغیان او سر غړونې په لاره کې ډېره انرژي مصرفوي، چې په خپل ځان باندې د اعتماد حس وساتي .
تر هغه وخته چې د خپل اولاد په ځای تصمیم نیسئ، پلانونه طرحه کوئ او د هغه د کارونو مسؤلیت منئ، نو تنکی ځوان مو د همکارۍ او مسوؤلیت منلو له پاره کومه انګېزه نه لري . ښایي واقعي پوښتنه دا وي : څنګه کولای شو د والدینو له پاره انګېزه، د تنکیو ځوانانو له پاره د انګېزې له لارو چارو څخه په ګټه اخیستنې را منځته کړو ؟