افغانستانسلايډ

کابل کې نهه څلوېښت زره نجونې په ديني زده‌کړو بوختې دي

د حج او اوقافو وزارت له شمېرنو سره سم اوسمهال کابل کې نږدې نهه څلوېښت زره نجونې په ديني زده‌کړو بوختې دي، چې د پخوانيو کلونو په پرتله دا شمېره پورته تللې.

د حج او اوقافو وزارت يو چارواکي داعي الحق عابد پژواک سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې يو سلو شل دينې مدرسې دې وزارت سره راجستر دي، چې پورته شمېر نجونې په کې زده‌کړې کوي.

سرچينه وايي، د مدرسو درسي نصاب کې الف با تا، قرآت، د قران کريم حفظ، د قرآن کريم لفظي ترجمه، تفسير، ايات الاحکام تفسير، عربي ژبه، او علمي او تخصصي فقه شامل دي.

ښاغلی عابد وايي، د استاذانو معاشونه يا د خلکو د کورنيو او يا هم د اسلامي هيوادونو په ځانگړې توگه د ترکيې د خيريه موسسو له لوري ورکول کېږي.

د مدرسو مديران وايي، تر اوسه يې زرگونه نجونې فارغې کړې دي او په لسگونه زره نورې په زده‌کړو بوختې دي.

له دې مدرسو سره د بې سواده لويانو لپاره د لنډو مودو کورسونه او د کوچنيانو لپاره کوچنيتونونه هم شتون لري.

د مدرسو مسوولين وايي، سره له دې چې ځينې کورنۍ د بې امنۍ له وېرې خپلو نجونو ته مدرسو ته د نه تلو وايي، خو نجونې شوق لري د خپل دين په اړه خبرې شي او زده‌کړې پر مخ يوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button