د ملي يووالي حکومت د ملي امنیت سلاکار نن طالبانو ته گواښ وکړ چې «سولې ته لږ وخت لري». حنیف اتمر دغه څرگندونې په کابل کې د روسیې له خوا افغان ځواکونو ته د مرسته شوو وسلو د ترلاسه کولو په غونډه کې وکړې.
اتمر داسې مهال طالبانو ته د سولې په تړاو د «لږ وخت» گواښ کوي چې پرون په کابل کې د څلور اړخیزې ناستې څلورمه غونډه ترسره شوه. اتمر دا هم وویل چې هغه مخالفین چې سولې ته غاړه نه ږدي، پر ضد به یې پوځي اقدام وشي.
حنیف اتمر وویل: «د سولې او خبرو پروسه به د تل لپاره د دوی [طالبانو] پر مخ نه وي خلاصه، دوی یو ټاکلی وخت لري او که په دغه وخت کې خبرو ته رانه شي نو موږ به له هغو درېوو هېوادونو چې ځانونه یې ملاتړ گڼلي او غوښتي یې چې پوځي اقدام وکړي وغواړو چې دا اقدام وکړي او دا اقدام د سولې د لارې په نقشه کې راغلی دی».
اتمر داسې مهال د درېوو نورو هېوادونو له خوا د پوځي اقدام خبره کوي چې د سولې څلور اړخیزه ناستې په خبرپاڼه کې داسې پرېکړه نه ده شوې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، ډاکټر نعیم وردگ ویلي چې تر اوسه د سولې بهیر په اړه له دوی سره اړیکې نه دي نیول شوي.
د درېیمې څلور اړخیزې ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حکمت کرزي هم ویلي و که طالبان د سولې بهیر سره نه یو ځای کېږي، پر ضد به یې پوځي اقدام وشي.