افغانستانسلايډ

امريکايي ځانگړی ځواک له هلمند وروسته کندز ته رسېدلی

جگړه کې د گډون لپاره د امريکا ځانگړي ځواکونه له هلمند وروسته کندز ولايت ته هم تللي دي. د کندز چارواکو تاييد کړې ده، چې د طالبانو پر ضد جگړه کې يې امريکايي پوځيان د مرستې په موخه کندز ته رسېدلي دي.

د هيواد په شمال ختيځ زون کې د پامير ۲۰ فرقې قوماندان جنرال محي الدين غوري رسنيو ته ويلي: «د امريکا ځانگړي ځواکونه د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه کندز ته ننوتي دي». جنرال غوري د امريکايي ځواکونو د دندې او شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو زیاته کړې يې ده، چې ځانگړي امريکايي ځواکونه د شپې له مخې دشت ارچي کې د وسله والو پر ضد په شپنيو عملياتو کې برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا د ۲۰۱۴ز له پای ته رسېدو سره افغانستان کې خپل جگړه ييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړی و او دلته د پاتې کېدو موخه يې د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنه ښودلې ده.

بل پلو حکومت څو ورځې وړاندې کندز کې د طالبانو ضد عملياتو د پيلولو خبر ورکړی دی. د کندز نږدې ټولې ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو په کنترول کې دي او چارواکي وېره څرگندوي، چې که پر ضد يې عمليات ونه شي، طالبان به يو ځل بيا ښار سقوط کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button