سيمه او نړۍ

جنرال راحيل شريف قطر ته تللی

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف نن د د دوشنبې پر سهار د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې جنرال راحيل به د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغان سولې په اړه هم قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

ويل کيږي، چې جنرال شريف به قطري چارواکو سره په خبرو کې طالبانو او حزب اسلامي سره  د مذاکراتو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د فبرورۍ په شپږمه اسلام اباد کې د څلور اړخيزې ناستې پر مهال پرېکړه شوې وه، چې څلورمه ناسته کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه بحث او پرېکړه وشي.

طالبان ۲۰۱۳م کال راهيسې قطر کې سياسي دفتر لري او د دوی سياسي کميسيون ټينګار کوي، چې د مذاکراتو او سياسي پروسې لپاره بايد د قطر دفتر سره اړيکه ونيول شي.

د سولې اړوند درېيمه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې امريکا، چين، افغانستان او پاکستان ټول به د خپل نفوذ له لارې هڅه کوي، چې قطر کې د طالبانو استازي د خبرو مېز کې ګډون ته وهڅوي.

د پاکستان د پوځ مشر د سولې پروسې د لا ګړندي کولو لپاره افغان حکومت سره د هر اړخيزې همکارۍ او مرستې ژمنه کړې او ويل کيږي، چې د نوموړی نننی سفر هم د همدې پروسې يوه برخه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button