سيمه او نړۍ

حمص او دمشق کې دوو چاودنو ۱۴۰ کسان وژلي

د سوريې دوو سترو ښارونو حمص او دمشق دوهه غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژلي او ۱۷۸ يې ټپيان کړي دي.

د سوريې رسمي خبري اژانس او دغه سيمه کې د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې سيده زينب سيمه کې چاودنو لږ تر لږه ۸۳ کسان وژلي، چې ډېری يې ولسي خلک دي.

اسلامي دولت ډلې داعش د دې چاودنو پړه منلې ده.

عربي رسنۍ وايي، چې دا چاودنه د دمشق سيده زينب سيمې په تين سړک شوې او دې سيمه کې د ولسي خلکو ترڅنګ، د بشارالاسد شيعه ملېشو مرکزونه هم دې سيمه کې دي.

بله چاودنه د سوريې په منځنۍ سيمې حمص کې شوې، چې له امله يې له څلوېښتو زيات کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي، چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

اسلامي دولت ډلې دواړو سيمو کې د چاودنو پړه منلې او ادعا يې کړې، چې دغو چاودنو کې وژل کسان ډېری يې د بشارالاسد ملاتړي وو.

د يادونې وړ ده، چې سوريه کې له ولسي پاڅونو وروسته، چې دغه پاڅون په تاوتريخوالي واوښت، له هغه وخته تر اوسه ۲۵۰،۰۰۰ کسان وژل شوي له دوولس ميليونو زیات خلک بې کوره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button