افغانستانسلايډ

د امنيتي ځواکونو ليکو ته به نور کوچنيان نه جذبېږي

د م. م سازمان له لوري خپرې شوې خبرپاڼې خبر ورکړی، چې افغان حکومت يو وار بيا ژمنه کړې، د امنيتي ځواکونو ليکو ته به د کوچنيانو د جذبولو مخنيوی وکړي.

افغانستان لپاره د کوچنيانو چارو کې د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې ليلا زيروگي افغانستان ته له يوه پينځه ورځيني سفر وروسته ويلي، کابل ورسره ژمنه کړې، چې راتلونکې کې به له کوچنيانو د سرتېرو په توگه گټه نه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومتي چارواکو تېرو ورځو کې د ملگرو ملتونو هغه دعوه ناسمه بلله، چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو ليکو کې کوچنيان شتون لري او جگړو کې ونډه اخلي.

اغلې زيروگي زياته کړې ده، په دې اړه پرمختگ رامنځته شوی دی او د مخنيوي لپاره يې يوه سياسي اراده شتون لري. «دې لار کې چې کوم پرمختگ وينو، تمه بښونکی دی. د افغانستان حکومت چې کومه ژمنه کړې، د امنيتي ځواکونو ليکو ته د کوچنيانو د جذب په مخنيوي کې شايد يوه نوې پاڼه پرانېزي».

د ملگرو ملتونو استازې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی، څو په دې اړه نړيوالو قوانينو ته احترام ولري او په مخنيوي کې يې لازم تدابير ونيسي. د م. م راپور د وسله والو طالبانو په اړه هم ورته څرگندونې کړې وې، خو طالبانو دغه راپور رد کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button