د سولې د څلور اړخيزو غونډو په څلورمه ناسته کې راتلونکې اونۍ طالبانو سره د مخامخ خبرو د ځای او وخت ټاکنه کېږي. د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست خبر ورکړی، په دې اړه څلورمه غونډه به راتلونکې اوونۍ کابل کې ترسره شي. له دې وړاندې درې نورې غونډې کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې دي، خو طالبانو په کې گډون نه دی کړی.
د سولې څلورمه غونډه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره شي، د ملي يووالي حکومت تمه ښودلې ده، چې دې غونډه کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو مهلت او ځای په گوته شي.
طالبانو پخوا ويلي دي، چې يوازې د قطر له دفتره به دغه ډول ناستو او خبرو ته کښېني. خو معلومه نه ده ملي يووالي حکومت به دا شرط ومني که نه؟
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت دننه لوړپوړي چارواکي د سولې پر روان بهير کلکې نيوکې کوي او بې گټې يې بولي.
د ښې حکومتوالۍ برخه کې د ولسمشر غني استازي ښاغلی احمد ضيا مسعود تېرو اوونيو کې گڼو ولايتونو ته د سفر پر مهال پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې اوږدې جگړې ته تياری ونيسي، ځکه د سولې روانې خبرې بې گټې دي. نوموړي هغه مهال وويل، طالبانو سره د جگړې لپاره به د ولسي مقاومتونو شوراگانې جوړې کړي.