سلايډسيمه او نړۍ

ترکيې امريکا ته د انجرليک هوايي اډې تړلو گواښ کړی

ترکيې د امريکايي جنگي الوتکو پر مخ د انجرليک هوايي اډې د تړلو گواښ کړی. د ولسمشر رجب طيب اردوگان مشر سلاکار «شرف مالکوج» ويلي، د هغو څرگندونو له کبله چې امريکا د ډيموکراتيک يووالي گوند په اړه کړې دي، په ځانگړې توگه د انقرې له هغه بريد وروسته، چې دغه گوند يې تر شا ولاړ و، ترکيه به د امريکايي جنگي الوتکو پر مخ انجرليک هوايي ډگر وتړي.

د انقري په وروستي بريد کې لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله واوښته. د ډيموکراتيک يووالي گوند (PYD) د دې بريد په ترسره کولو تورن شو. دا گوند د سوريايي کردانو دی، چې ترکي دولت د ترهگرو ډلو په لسټ کې شامل کړی دی.

ترکي ورځپاڼې «بوگون» د ښاغلي مالکوج له خولې ليکلي: «امريکا دغه گوند ته د ترهگرو په سترگه نه گوري، ځکه نو شونې ده موږ د لازمو تدابيرو د نيولو په ترڅ کې د امريکايي الوتکو پر مخ انجرليک هوايي ډگر وتړو، موږ بايد د هغو هيوادونو په وړاندې لازم تدابير ونيسو، چې ښکاره د ترکيې ملگرتيا کوي، خو په پټه يې دښمني کوي».

د ښاغلي مالکوج په وينا دغه تدابير يوازې امريکا پورې ځانکړي نه دي، د هر هغه چا پر ضد به گامونه پورته کړو، چې د ترکيې ضد سرگرمي کوي.

مالکوج دې خبرې ته اشاره وکړه، چې لومړۍ نړيواله جگړه لا هم روانه ده، چې اسلامي جغرافيه او عثماني دولت يې په نښه کړل: «دوی په لومړي گام کې کردان وېشي، ورپسې د ترکيې د وېشلو هڅه ده، روسيه او ايران په دې کار پسې دي، بدبختانه ځينې داسې هيوادونه شته، چې موږ ملگري بلل، خو دوی هم ورته هڅې کوي».
د اردوگان سلاکار زياته کړه: «امريکا سوريه کې د ترکيې پر ضد له روسيې سره مرسته کوي، څوک دا مرسته توجيه کولای شي؟ دوی به د خپلو کړنو انجام وويني، ترکيه په حقه ده او ټوله نړۍ به يې وويني».

ترکيې انجرليک هوايي ډگر څه موده وړاندې د امريکايي الوتو پر مخ پرانيست، څو په عراق او سوريه کې ترې د داعش پر مرکزونو بريدونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button