افغانستان

جوزجان: د جنرال دوستم د کور ساتونکی وژل شوی

جوزجان کې د ولسمشر د مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم د کور يو ساتونکی په هدفي توگه وژل شوی دی. د جوزجان د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د مديريت د کشف امر محمد رحيم رسنيو ته ويلي، نامعلومه وسله والو نن په شبرغان ښار کې د جنرال دوستم د کور يو ساتونکی په ډزو وژلی دی.

نوموړی وايي، د پېښې لامل نه دی معلوم، نه يې هم پړه چا پر غاړه اخيستې ده. د محمد رحيم په وينا د جنرال دوستم د کور ساتونکی په داسې حال کې وژل شوی دی، چې د بزکشۍ د ميدان په ساتنه بوخت و. معلومه نه ده، د جنرال دوستم پر ساتونکي بريد د چا له لوري شوی دی.

يوه عيني شاهد وويل، د پېښې پر مهال يو بل پوليس ټپي شوی هم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې وړاندې ننگرهار کې د ولسمشر غني يو تن ساتونکی هم د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو. د ولسمشر غني ساتونکی پر رخصتۍ کور ته تللی و، چې د شپې له مخې پرې د بهسودو په تعميراتو سيمه کې بريد وشو.

د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی و، او زياته کړې يې وه چې په اړه يې پلټنې روانې دي، خو لا هم معلومه نه شوه، چې د ولسمشر غني ساتونکی د چا له لوري وژل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button