افغانستان
هلمند کې ترافيکي پېښې له پنځوسو ډېرو وگړو ته مرگ ژوبله اړولې

د هلمند په واشير ولسوالۍ کې نن سهار د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې له پنځوسو ډېرو وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. پېښه د يوه ۳۰۳ موټر د اوښتو له امله رامنځته شوه، چې له امله يې تر دې دمه اته تنه وژل شوی او اته څلوېښت نور ټپیان دي، په ټپيانو کې د ځينو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو سره خبرو کې ويلي، نن سهار نهه بجې د مسافرو يو ۳۰۳ موټر له سړکه کښېوت او واوښت، چې له امله يې ياده مرگ ژوبله پېښه شوه. نوموړی وايي، دغه موټر له نيمروزه د کابل پر لور روان و، چې د هلمند د واشير ولسوالۍ اړوند سيمه کې د برېک شکېدو له امله واوښت.
د پېښې قربانيانو کې مېرمنې او کوچنيان هم شامل دي. چارواکي وايي، ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.