خبرونه

حسنین هیکل مړ شو

نامتو مصری لیکوال او ژورنالېست حسنین هیکل نن د ۹۲ کلو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. نوموړی د ۱۹۲۳ کال د سپټمبر په ۲۳مه زېږېدلی و.
حسنین هیکل د جمال عبدالناصر سره نږدې اړیکې لرلې او د هغه سلاکار وو. د تېرې پیړۍ په شپږمه لسیزه کې هیکل د جمال عبد الناصر د نږدې اړیکو له لامله شهرت پیدا کړ.
هيکل د جمال عبد الناصر په وخت کې ۱۷ کاله د الاهرام مجلې د ريیس په توگه دنده تر سره کړې. الاهرام مجلې عربي ملت پالنې ته کار کاوه او د جمال عبدالناصر له خوا خپرېده.
حسنین هیکل له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۴ د اطلاعاتو د وزیر په توگه دنده ترسره کړې. همدا رنګه هغه د یوې مودې لپاره د مصر د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button