روغتيا

زردالو او پر بدن یې اغېزې

لیکوال : عطا محمد میاخېل

  زردالو، چې علمي نوم یې ( Prunus armeniaca )، په انګلیسي کې ورته (Apricot) وایي او د Rosaceaeپه کورنۍ پورې اړه لري. مېوه یې ژېړه، غوښنه او خوږه ده، چې په دوبي کې پخېږي، د زردالو مېوه په منځ کې بیضوي شکله، سور ته مایل زړی لري، چې د زړي په منځ کې یې مغز قرار لري، چې د ځینو د زړي مغز خوږ او د ځینو یې تریخ وي.

  زموږ د ګران هېواد افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د زردالو ونې کرل کېږي. کېدای شي ډېر ډولونه ولري، خو زموږ په هېواد کې یې دوه ډولونه ډېر مشهور دي، چې یو امیري او بل یې قیسي. د قیسي په پرتله امیري زردالو ډېر مینه وال لري، د هېواد او دغه راز د نړۍ په بازارونو کې یې قېمت هم   لوړی دی .

   زردالو ډېره ښکلې او په زړه پورې ونه ولري، چې د ونې لوړوالی یې ۶ مترو ته رسېږي، زړه ته ورته تېرې څوکي، شنې پاڼې لري، چې څنګونه یې ارې ته ورته شکل لري،  ګلان یې سپین، چې د پسرلي په لومړیو کې د پاڼو له غوړېدو مخکې په ونه کې را څرګندېږي .

  د زردالو ونه ۳۰۰۰ کاله مخکې په چین هېواد کې وکرل شوه، چې د زېږدیزې ( میلادي ) پېړۍ په لومړیو کې یې له دې ځای څخه آسیا، اروپا او د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړه.

  زردالو د خاصیت له پلوه یخ او په دویمه کچه مرطوب ګڼل شوی، خو وچ کړل شوی زردالو، چې خوبانۍ ورته ویل کېږي، همدغه خاصیت لري، خو زړی یې ډاکټرانو ګرم مرطوب ښودلی .

  د زردالو له غوړیو څخه د پوستکي د بېلابېلو کریمونو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي او همدارنګه په عطر او صابون جوړونه کې هم ترې استفاده کېږي. کله وخت یې هټیوال د بادامو له غوړیو سره ګډوي او په مشتریانو یې پلوري .

زردالو په امریکا کې :

  د Blenheim په نامه د زردالو تر ټولو غوره نوع ده، چې د کالیفورنیا په سانتاکلارای سیمه کې وده کوي، په ډېره پیمانه او په چټکتیا سره له کالیفورنیا څخه بهرته صادرېږي، په کالیفورنیا کې د زردالو نور ډولونه هم شتون چې دوام یې زیات، مګر خوند یې ښه نه دی، چې عبارت دي له : Patterson او kat څخه .

د زردالو مختلف ډولونه :

  د Castlebrite په نامه زردالو چې په امریکا کې ډېر مشهور دی، روښانه نارنجي رنګ لري، کله چې په بشپړه توګه پوخ شي، نو خوند یې ډېر زیات وي. دا ډول زردالو د کالیفورنیا له بازارونو څخه بهر نه لیدل کېږي .

د katy په نامه زردالو چې نسبتاً ډول یې نوی دی، چې له ۱۹۷۸ ز کال را پدېخوا روزل شوی. پوستکی یې ژېړ نارنجي او پوخ شوی یې ډېر ښه خوند لري .

د Flaming Gold ډول، چې ژېړ نارنجي پوستکي لري، خو، خوند یې د Katy او Castlebrite په کچه نه دی .

د Patterson ډول، چې د ډېر حاصل، پایښت او آسانه لېږد را لېږد له امله ډېر مشهور دی.

د Tilton په نامه زردالو، چې یوه فرد ته ځانګړی شوی ډول دی، تر ټولو خوندور زردالو دی، دا چې پاکه سطحه لري، نو له همدې امله د لیدونکو ډېر پام ځانته را اړوي .

په هر ۱۰۰ ګرامه زردالو کې لاندې مواد شتون لري :

۱ ـــ انرژي ………………………………… ۵۴ کالوري

۲ ـــ اوبه ……………………………………. ۸۱ ـــ ۸۴ ګرامه

۳ ـــ قندي مواد …………………………….. ۱۰ ـــ ۱۲ ګرامه

۴ ـــ پروتین ……………………………….. ۱ ګرام

۵ ـــ کلسیم …………………………………. ۱۸ ملي ګرامه

۶ ـــ فاسفورس …………………………….. ۲۳ ملي ګرامه

۷ ـــ سودیم ………………………………… ۱ ملي ګرام

۸ ـــ پوتاشیم ………………………………. ۲۸۰ ملي ګرامه

۹ ـــ اوسپنه ………………………………. ۰/۵ ملي ګرامه

۱۰ ـــ ویټامین اې ………………………… ۲۷۰۰ یونټه

۱۱ ـــ ویټامین بي یو ……………………… ۰/۰۳ ملي ګرامه

۱۲ ـــ ویټامین بي دوه …………………….. ۰/۰۴ ملي ګرامه

۱۳ ـــ ویټامین بي درې …………………………… ۰/۶ ملي ګرامه

۱۴ ـــ ویټامین سي ……………………………….. ۱۰ ملي ګرامه

۱۵ ـــ سلسیلیک اسید …………………………….. ۱/۵ ګرامه

۱۶ ـــ نشایسته ……………………………………. ۶/۳۵ ګرامه

۱۷ ـــ البومین ……………………………………. ۰/۴۵ ګرامه

۱۸ ـــ غوړ ………………………………………. ۰/۱۲ ګرامه

د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري زردالو ډېر زیاتې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :

ـــ د وینې او صفرا جوش کراروي .

ـــ قبضیت له منځه وړي .

ـــ تبه، تنده، ژېړی، بواسیر او د کولمو غوټې له منځه وړي .

ـــ په زردالو کې شته بتا کاروتین پوستکی له ګونځې کېدو او وچېدو څخه ژغوري. بتا کاروتین د یوه طبیعي پوستکي په څېر له دننه خوا اغېز کوي .

ـــ د دوبي پرمهال په پوستکي کې د بتا کاروتین کچه را کمېږي، هرڅومره چې د ماورای بنفش وړانګې شدیدې شي، په همغه اندازه په بدن کې ډېر کاروتین مصرفېږي، بتا کاروتین  په بدن کې د یوه ساتونکي پوښښ په څېر د آزادو رادیکالونو په وړاندې را منځته کېږي او په پوستکي کې موجود بتا کاروتین د ماورای بنفش وړانګو په وړاندې د یوه ساتونکي په توګه عمل کوي .

ـــ وینه تصفیه کوي .

ـــ د خولې بد بوی له منځه وړي .

ـــ تبه له منځه وړي .

ـــ د کوبالت د لرلو له امله د کم خونۍ له پاره ګټور دی .

ـــ د غړو او مفاصلو پړسوب له منځه وړي .

ـــ هډوکی له نرمېدو څخه ساتي .

ـــ د سترګو او زړه په روغ ساتلو کې مهم رول لري .

د زردالو زیانونه :

ـــ که چېرې خام زردالو وخوړل شي، نو د خېټې درد او هېره ( نسیان ) پیدا کوي .

ـــ زردالو ژر نه هضمېږي، نو له همدې امله بوډا ګان او ماشومان دې یې په خوړلو کې افراط نه کوي .

ـــ زردالو باید تل له ډوډۍ مخکې وخوړل شي او زړی یې باید هم وخورئ، ځکه چې زړی یې د هضم چارې آسانوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button